ولسی جرګه: له امریکا سره د افغانستان ننګین تړون دې له سره وارزول شی
د افغانستان د ولسی جرګې یوه غړی وویل: د خلکو استازی دې خپل وجدانونه ویښ کړی او له امریکا سره ننګین تړون دې له سره وارزوی، حکومت ولې په دې اړه امریکا نه پوښتی او له دې هېواد څخه پوښتنه نه کوی، چې ولې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر د زیاتولو په هڅه کې دى؟

د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال د راپور پر بنسټ، د افغانستان د ولسی جرګې غړو اعلان وکړ، تر هغې چې امریکا له افغانستان سره پر کړنو ژمنو صادقانه عمل نه وکړی، په دې هېواد کې د امریکایی ځواکونو د شمېر زیاتول به د جګړې د پاى ته رسولو لپاره نه وی.
د افغانستان د ولسی جرګې غړی مولوی عبدالرحمان رحمانی په دې هېواد کې د ناامنیو د زیاتېدو په اړه وویل: د خلکو استازی باید خپل وجدانونه ویښ کړی او له امریکا سره ننګین تړون له سره وارزوی، حکومت ولې امریکا نه پوښتی او ترې پوښتنه نه کوی، چې آیا تراوسه یې پر خپلو ژمنو عمل کړى، چې اوس په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر زیاتولو په لټه کې ده؟
رحمانی زیاته کړه: د امریکایی سرتېرو د شمېر زیاتېدل او هغوى ته زیات صلاحیتونه ورکول د امنیتی تړون خلاف دی او په حقیقت کې به «د افغانستان اشغال» وی.
هغه دې ته په اشارې، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو په لټه کې ده، ټینګار وکړ، که داسې نه وی، نو یاد هېواد ولې هغو ژمنو ته وفادار نه دى، چې په امنیتی تړون کې یې کړې دی.
د افغانستان د ولسی جرګې بل غړی عبدالطیف پدرام هم وویل: افغانستان د نورو امریکایی سرتېرو په راتګ سره به د دې هېواد په شمال او لوېدیځ کې جګړه نوره هم تونده شی، ځکه په شمال کې د ناامنیو زیاتېدل یوه پروژه ده.
پدرام ټینګار وکړ: د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژی په دې هېواد کې د ناامنۍ ستونزه نه حلوی.
/پای/
اخبار مرتبط
آخرین اخبار
-
1
سرمای شدید افغانستان کندوها را بیعسل کرد
-
2
خسارت مالی سنگین ریزش بهمن در بدخشان
-
3
بازداشت مهاجران افغانستان در پاکستان
-
4
طالبان روزانه 200 تن نفت استخراج میکند
-
5
واکنش حکمتیار به گزارش رسانه ایتالیایی درباره اشرف غنی
-
6
غیبت طالبان در نشست امنیتی تاجیکستان برای افغانستان
-
7
په کابل کې د پوهنتون یو استاد خلکو ته یوویشت زره کتابونه ورکوی
-
8
ایټالیایی رسنۍ: اشرف غنی د ۱۱۰ ډالرو په بدل کې افغانستان طالبانو ته وسپاره
-
9
نماینده جدید یونیسف در افغانستان تعیین شد
برگزیده ها
-
1
په کابل کې د پوهنتون یو استاد خلکو ته یوویشت زره کتابونه ورکوی
-
2
ایټالیایی رسنۍ: اشرف غنی د ۱۱۰ ډالرو په بدل کې افغانستان طالبانو ته وسپاره
-
3
له افغانستان سره به د اروپا بشری مرستې دوام ولری
-
4
امریکا پر یو شمېر طالبانو نوی بندیزونه ولګول
-
5
د هرات دپاسه د بې پایلټه الوتکو چورلیدل
-
6
ازبکستان افغانستان ته د ریلی ټرانسپورټ خدمات اودرول
-
7
د پاکستان له زندانه د ۱۲۰ افغانستانی ښاریزو آزادی
-
8
د ښځو په هکله د طالبانو د وروستیو پریکړو په هکله د امریکې اولنې اقدام
-
9
د طالبانو له خوا په افغانستان کې د مالیاتی جرمونو بخښل کېدل