د کډوالو ټولنیز فعال: د کډوالۍ د یوولسم پړاو کارتونه د غبرګولی تر پایه اعتبار لری
د کډوالو ټولنیز فعال وویل: د کډوالۍ د یوولسم پړاو کارتونه د ۱۳۹۶ لمریز کال د غبرګولی میاشتې تر ۳۱مې نېټې اعتبار لری، په وخت د دغو کارتونو د نه تمدیدېدو له امله کډوال له ستونزو سره مخ کېږی، خو دا ستونزه به د مسوولینو له لوری ژر حل شی.

د کډوالو ټولنیز فعال سید «فرید معصومی» د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال سره په خبرو کې په ایران کې د مېشتو افغانستانی کډوالو د کډوالۍ د یوولسم پړاو کارتونو د وخت پاى ته رسېدو په اړه وویل: دا کارتونه د روان لمریز کال د غبرګولی میاشتې تر 31مې نېټې اعتبار لری، دا په داسې حال کې ده، چې یوازې څو ورځې د دې کارتونو د تمدید لپاره پاتې دی، تېر کال د غویی میاشتې له پنځمې نېټې څخه د دا ډول کارتونو د تمدید لپاره کار پیل شو، چې څو میاشتې یې دوام وکړ.
معصومی د کډوالۍ کارتونو د وخت له پاى ته رسېدو وروسته افغانستانی کډوالو ته راپیدا کېدونکو ستونزو ته په اشارې زیاته کړه: د کډوالۍ د کارتونو نه تمدیدول کډوالو ته ستونزې پیدا کوی. د اعتبار نېټه د کارتونو پر لومړی مخ لیکل شوې او کډوال، چې کله کومې ادارې ته مراجعه کوی، نو د دې ادارو کار کوونکی به ورته خدمتونه نه وړاندې کوی.
نوموړى وایی: ډېرى خدمتونه لکه بانکونو ته مراجعه، په ښوونځیو نوم لیکنه او په روغتونونو کې د روغتیایی بیمې خدمتونه د کډوالۍ کارتونو له مخې ترسره کېږی، خو د دې کارتونو د اعتبار مودې له پاى ته رسېدو وروسته، لرونکی یې له یادو خدمتونو نه شی برخمن کېداى.
معصومی زیاتوی: هغه کسان، چې د ټولنیزې بیمې درلودونکی دی، د کډوالۍ کارتونو د وخت پوره کېدو سره، ورته د کار کولو کارتونه نه ورکول کېږی او همدارنګه نشی کولاى د ټولنیزې روغتیایی بیمې له خدمتونو ګټه پورته کړی.
د کډوالو ټولنیز فعال د دې په بیانولو سره، چې ممکن د کډوالۍ د کارتونو وېش په ځنډ پیل شی، وویل: ولایتونو او ولسوالیو ته د کډوالو د عمومی ادارې له لوری د مکتوبونو تر لېږلو وروسته به د کډوالو کارتونه تمدید کړاى شی.
/پای/
اخبار مرتبط
آخرین اخبار
-
1
سرمای شدید افغانستان کندوها را بیعسل کرد
-
2
خسارت مالی سنگین ریزش بهمن در بدخشان
-
3
بازداشت مهاجران افغانستان در پاکستان
-
4
طالبان روزانه 200 تن نفت استخراج میکند
-
5
واکنش حکمتیار به گزارش رسانه ایتالیایی درباره اشرف غنی
-
6
غیبت طالبان در نشست امنیتی تاجیکستان برای افغانستان
-
7
په کابل کې د پوهنتون یو استاد خلکو ته یوویشت زره کتابونه ورکوی
-
8
ایټالیایی رسنۍ: اشرف غنی د ۱۱۰ ډالرو په بدل کې افغانستان طالبانو ته وسپاره
-
9
نماینده جدید یونیسف در افغانستان تعیین شد
برگزیده ها
-
1
په کابل کې د پوهنتون یو استاد خلکو ته یوویشت زره کتابونه ورکوی
-
2
ایټالیایی رسنۍ: اشرف غنی د ۱۱۰ ډالرو په بدل کې افغانستان طالبانو ته وسپاره
-
3
له افغانستان سره به د اروپا بشری مرستې دوام ولری
-
4
امریکا پر یو شمېر طالبانو نوی بندیزونه ولګول
-
5
د هرات دپاسه د بې پایلټه الوتکو چورلیدل
-
6
ازبکستان افغانستان ته د ریلی ټرانسپورټ خدمات اودرول
-
7
د پاکستان له زندانه د ۱۲۰ افغانستانی ښاریزو آزادی
-
8
د ښځو په هکله د طالبانو د وروستیو پریکړو په هکله د امریکې اولنې اقدام
-
9
د طالبانو له خوا په افغانستان کې د مالیاتی جرمونو بخښل کېدل