فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pd613

په ننګرهار کې د طالبانو په دفاع وزیر حمله

ځینو سرچینو ادعا کړې چې نن سهار د طالبانو په دفاع وزیر په ننګرهار کې یوه ځان وژونکې حمله شوې چې هغه پکې روغ وتلی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو په دفاع وزیر حمله

د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې ځینو سرچینو د طالبانو د موقته دولت په دفاع وزیر « مولوی محمد یعقوب» د حملې خبر ورکړی دی.

دغو سرچنیو وویل چې نن سهار د طالبانو په دفاع وزیر په ننګرهار کې  یوه ځان وژونکې حمله شوې چې هغه پکې روغ وتلی دی.

 تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلې.

د طالبانو د دولت موقته وزیر پرون د حالاتو د جاج لپاره ننګرهار ته تللی و.

 هغه په دغه سفر کې په ننګرهار کې د طالبانو له لوړپوړو مقاماتو سره کتنه  او د ډیورنډ کرښې د لیدلو په وخت په دې اړه ځینې اوامر خپاره کړل.

 د طالبانو دفاع وزیر همداراز د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع ټینګار وکړ او له امنیتی ځواکونو یې وغوښتل چې له خلکو سره ملګرتیا وکړی.

ننګرهار په تېر دولت کې د داعش د فعالیت یو اصلی ځای و او دا په داسې حال کې دی چې طالبانو ویلې دغه ترهه ګره ډله نور په افغانستان کې ځای نه لری او د هغوی طاقت لوی ښودل کیږی.

د خبر پای/.

اخبار مرتبط

آخرین اخبار

برگزیده ها