فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxb4e

د ایران د سرې میاشتې ادارې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی

د ایران د هلال احمر ټولنې مشر د افغانستان زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په لړ کښې د ایران د تیاروالی خبر ورکړ.

د ایران د سرې میاشتې ادارې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی


د فارس خبری آژانس د رپورټ له مخې د افغانستان په ختیځ کښې د ۶.۱ ریکټره زلزلې او په کښې د سلګونو افغانستانیانو له مرګ ژوبلې وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې د ادارې مشر د افغانستان له خلکو سره د روغتیایی او طبی مرستو او د امدادی عملیاتو په لړ کښې د خپل چمتووالی خبر ورکړی دی.
په هم دې لړ کښې د ایران د سرې میاشتې د ادارې د لټون او ژغورنې او د بیړنۍ درملنې ټیمونه او  مرستندویه ځواکونو او رضاکاره عمله بشپړه تیارسی ده ترڅو د مرستې د غوښتنې په بڼه کښې د پیښې ځاې ته واستول شی.

د خبر پاې/

آخرین اخبار

برگزیده ها