امریکایی رسنۍ: د بایډن دولت د افغان مهاجرو اکثره درخواستونه ردوی
یوې امریکایی رسنۍ راپور ورکړ چې د دغه هیواد دولت د انساندوستانه وېزې لباره د افغانستانی مهاجرینو نوی فیصده غوښتنې ردوی.
د فارس خبری اژانس د افغان سایټ د راپور له مخې یوې امریکایی رسنۍ د افغانستان د مهاجرو حالت جاجولی او ویلې یې دی چې د بایډن دولت د مهاجرو اکثره غوښتنې ردوی.
Cbsnews په یو راپور کې ولیکل: امریکا په افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته زیات شمېر بهرنی ښاریز او افغان ملګری چې په تېرو شلو کلونو کې یې په دغه هیواد کې له امریکایی پوځیانو سره ملګرتیا کړې وه د کابل هوایی ډګر په اړو دوړ کې له افغانستانه وویستل.
د دغه رسنۍ په لیکنه، خو په کابل کې د جوړې شوې ګډوډۍ په وجه ډېر افغانستانی ښاریز چې له افغانستانه د وتلو صلاحیت یې درلود، له هیواده ونه وتلی شول او دم ګړۍ په افغانستان کې دی او په دوی کې ډېرو کسانو د انساندوستانه ویزې د صادرولو لپاره امریکا ته د کډوالۍ درخواستونه ورکړې دی.
سی بی سی نیوز لیکی:د امریکایانو له وتلو وروسته تر اوسه شپږ څلویښتو زرو کسانو امریکا ته د مهاجرت او انساندوستانه ویزو درخواستونه ورکړې خو د امریکا دولت نوی فیصده رد کړې دی.
د دغه راپور له مخې پینځه زره درخواستونه چې د امریکایی مقاماتو له خوا پرې غور شوی، یوازې له دې شمېر ۲۹۷ یې منل شوې او څلور زره دوه سوه شپږ څلویښت یې چې نوی فیصده کیږی د بایډن دولت له خوا رد شوې دی.
سی بی سی نیوز زیاتوی چې د امریکا له خوا د ټاکل شویو سټنیډرډونو په اساس دا احتمال شته چې باقی درخواستونه ونه منل شی.
له ۱۹۵۰ لسیزې متحده ایالتونو، په ډېرو انسانی بحرانونو کې د کډوالو منجمله د هنګری د خلکو لپاره چې د شوروی له ځپلو تښتېدل او کوبایان او ویتنامیان چې له کمیونزمه تښتېدل، د دوی لپاره د چټکې بشر دوستانه ویې د ورکولو له اختیاره استفاده کړې ده.
خو دامریکا دولت د هغوی افغان مهاجرو چې په تېر اوړی کې امریکا بو نه تللی شول په درخواستونو د غور په وخت په لا محدودو قوانینو تکیه کړې چې دا خبر سبب شوې د کډالو مدافعان د توپیر او تبعیض تورونه ولګوی.
د امریکا داخلی امنیت په دغو اعتراضونو په غبرګون کې ویلې چې د بشردوستانه ویزو ورکول باید د دغه هیواد د مهاجرت د سسټم ځای ونه نیسی او درخواست کوونکی باید د مهاجرت د ورکولو د سسټم له لارې په دې برخه کې اقدام وکړی اوافغان مهاجر باید له دغه سسټمه د استفادې لپاره د امریکا خاورې ته داخل شی.
همداراز یو بل دلیل چې د بایډن دولت یې د افغان کډوالو د ویزو د نه جاجولو لپاره وړاندې کوی د بشردوستانه ویزو په ورکولو کې محدودیت دی. دوی وایی چې په عادی ډول هر کال یوازې دوه زره دغه شان ویزې ورکول کیږی او دا د کډوالۍ د غوښتنې د ردولو یو عامل دی.
له بلې خوا د امریکا دولت ویلې چې اویا فیصده درخواست کوونکی په افغانستان کې استوګن دی او دم ګړۍ له دوی سره د مرکې امکان د مقاماتو له خوا نه شته.او له همدې امله دوی باید دریم هیواد ته لاړ او هلته د امریکا د سفارت په وسیله خپل درخواستونه ولیکی.
له دې مخکې نیویارک ټایمز په یو راپور کې ویلې وو چې دم ګړۍ یوازې درې څلویښت زره د امریکایی ځواکونو افغانستانی ملګری چې توانیدلې ځانونه د کابل هوایی ډګر ته ورسوی د ویزې په تمه دی خو د پیچلې اداری سسټم په وجه نهیلی شوې دی.
دغه امریکایی رسنۍ ادعا کړې چې د امریکا اداری سسټم د کډوالۍ په بهیر د غور لپاره ډېر بېکاره دی. دغه کسان باید اول دریم هیواد ته لاړ او هلته د امریکا کونسلګریو ته درخواست ورکړی او د دې لپاره باید پینځه سوه یپنځه اویا ډالره هم ورکړی چې دا ډېره غړند او له شکونه ډکه پروسه ده.
آخرین اخبار
-
1
رهبر طالبان: قوم پرستی جایی در حکومت آینده افغانستان ندارد؛ برای ساختن کشور منتظر خارجیها نمیمانیم
-
2
رهبر طالبان برای اولین بار وارد کابل شد
-
3
بازگشت بیش از 3 هزار مهاجر افغانستانی از ایران به کشورشان
-
4
متقی: آمریکا به جای فشار با طالبان تعامل کند
-
5
مبتلا شدن شماری زیاد کودکان مناطق زلزلهزده به بیماریهای فصلی
-
6
په ایران کې د اتباعو د سرشمېرنې پای؛ د بې مدرکه مهاجرو ویستل له سبا پېل کیږی
-
7
«جوانان میهن» قهرمان رقابتهای لیگ برتر فوتسال کابل شد
-
8
په کابل کې د افغانستان د عالمانو د غونډې په ځای کې نښته او چاودنې+ فلم
-
9
پایان طرح سرشماری اتباع در ایران؛ اخراج مهاجران فاقد مدرک از فردا آغاز میشود
برگزیده ها
-
1
په ایران کې د اتباعو د سرشمېرنې پای؛ د بې مدرکه مهاجرو ویستل له سبا پېل کیږی
-
2
په کابل کې د افغانستان د عالمانو د غونډې په ځای کې نښته او چاودنې+ فلم
-
3
د طالبانو لومړی وزیر په افغانستان له واکمن نظامه د ملاتړ غوښتنه وکړه
-
4
کاظمی قمی: د افغانستان سرپرست حکومت دې د سرحدی جنایت عاملانو ته سزا ورکړی
-
5
طالبانو له ایران سره د سرحدی نښتې اوازه رد کړه
-
6
طالبانو په بهرنیو پېسو کورنی معاملات منع کړل
-
7
د ګوانتانامو په د افغانستانی زندانی څرګندونې: امریکې ۱۵کاله شکنجه کړم
-
8
ایران: د افغانستان واکمن حکومت دې د میلک د پېښې عاملان وپېژنی او سزا دې یې کړی
-
9
ایران ته د سرحدی مسایلو د جاج لپاره د طالبانو د پلاوی سفر