فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxb5j

په افغانستان کې له زلزلې وروسته د افغانستان له خلکو سره د خطیب زاده غمرازی

د ایران د خارجه وزارت ویندویی د دغه ترخې پیښې د قربانیانو لپاره د مغفرت دعا او له پاتې کسانو سره د خواخوږۍ څرګندونه او د ژوبلو لپاره د سلامتیا دعا وکړه.

په افغانستان کې له زلزلې وروسته د افغانستان له خلکو سره د خطیب زاده غمرازی

د فارس خبری اژانس د بهرنی سیاست ډلې د راپور له مخې د اسلامی ایران دخارجه وزارت ویندیوی سعید خطیب زاده نن چارشنبه د افغانستان په جنوب ختیځ کې له سختې او غمجنې زلزلې وروسته چې د افغانستان ډېر شریف خلک پکې مړه او ژوبل شول او ډېر تاوانه یې واړول  دافغانستان له دوست او ورور ولس سره د اسلامی ایران د دولت او خلکو غمشریکی او خواخوږی اعلان کړه.

خطیب زاده همداراز له زلزله ځپلو سره د هر ډول مرستې لپاره د اسلامی ایران چمتووالی اعلان کړ.

 په پکتیکا ولایت کې ځایی سرچینې وایی چې په دغه سیمه کې د ریښتر په اندازه تر شپږو زیاتې درجې زلزلې تر اوسه په سلګونو کسان وژلې او ژوبل کړې دی. الجزیره وایی چې  د دغه زلزلې له امله ۹۵۰ کسان مړه او شپږ سوه ژوبل شوې دی.

د خبر پای/.

آخرین اخبار

برگزیده ها