فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxb67

ملا برادر له زلزله ځپلو سره د سمدستی مرستو غوښتنه وکړه

د طالبانو د وزیراعظم وړومبی مرستیال حکومتی ارګانونو ته حکم ورکړ چې په افغانستان کښې له زلزله ځپلو سره مرستې دې په فوری توګه پیل کړی.

ملا برادر له زلزله ځپلو سره د سمدستی مرستو غوښتنه وکړه

د فارس خبری آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د وزیراعظم وړومبی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په پکتیکا، خوست او د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کښې له راغلې زلزلې د خواشینۍ په څرګندولو سره د دغې پیښې له ځپل شویو او د قربانیانو له کورنیو سره د سمدستی مرستو غوښتنه وکړه.
ملا عبدالغنی برادر د قربانیانو له پاتې شویو او له زیانمن شویو کورنیو ره د خواخوږۍ په څرګندولو سره حکم وکړ چې زلزله ځپلو ته دې سمدستی مرستې ورسولې شی.
ملا برادر چې په طبیعی پیښو د غور د کمیشن د مشرۍ دنده هم په غاړه لری، ټینګار کړی چې اړونده ارګانونه دې خپل ټول امکانات له خلکو سره د مرستې په لړ کښې وکاروی.

/د خبر پاې/

آخرین اخبار

برگزیده ها