فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxb6t

طالبان: د نویو بندیزونو لګول د تیرو ماتې خوړولو تجربو تکرار دی

د طالبانو خارجه وزارت د دغې ډلې په دوو جګ پوړو چارواکو باندې د بندیزونو په غبرګون کښې ویلی چې د ملګرو ملتو له خوا د دغو چارواکو بایکاټیدل، د تیرو عبث تجربو تکرار دی.

طالبان: د نویو بندیزونو لګول د تیرو ماتې خوړولو تجربو تکرار دی


د فارس خبری آژانس د افغانستان د سایټ د خبریال په لیکنه، طالبانو د ملګرو ملتو له خوا د دغې ډلې په دوو لوړ رتبه چارواکو باندې وروستی بندیز ته غبرګون وښوده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې د دغې ډلې د غړو په سفر باندې د محدودیت لګولو په لړ کښې د ملګرو ملتو د وروستۍ مصوبې په غبرګون کښې، د خپلو ۱۳ چارواکو د سفر د بندیز د معافیت له تمدیدو په هرکلی سره، د دوحې د موافقې له مخې په دائمی توګه د دغه بندیز د ختمولو غوښتنه کړې ده. 
د طالبانو خارجه وزارت هم داشان د امنیت شورا له خوا د دغې ډلې د دوو چارواکو بایکاټیدل، بې ګټې او د تیرو ناکامو تجربو تکرار وباله چې هیڅ نتیجه یې نه ده لرلې.
دغې وزارتخانې په پاې کښې د ملګرو ملتو له امنیت شورا وغوښتل چې یواړخیز قضاوت پریږدی او د افغانستان د خلکو د حق ضمانت ورکړی.
دا بیانیه په داسې حال کښې صادریږی چې ملګرو ملتو پرون خبر ورکړی و چې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر عبدالباقی حقانی او د ښوونې او روزنې د وزارت د مرستیال سید احمد شیدخیل په شمول یې د طالبانو د دوو جګ پوړو چارواکو د سفر معافیت د جینکو په زده کړو باندې د بندیز په وجه لغو کړ.

د خبر پاې/

آخرین اخبار

برگزیده ها