فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxig6

کاظمی قمی: ایران د همېشه په شان د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دی

د افغانستان لپاره د ایران خاص استازی ویلې چې ایران د همېشه په شان د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دی او له ژوبلو کسانو سره د مرستې لپاره چمتووالی لری.

کاظمی قمی: ایران د همېشه په شان د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دی

د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې کاظمی قمی په یو ټویټ کې ولیکل، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې افسوسناک خبر او د سلګونو کسانو مرګ ژوبلې ډېر زیات خواشینی کړم. له خدایه د قربانیانو لپاره د مغفرت او د پاتې کسانو لپاره د صبر دعا کوم»

هغه ټنیګار وکړ: ایران د همېشه په شان د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دی

دا په داسې حال کې دی چې په کابل کې د ایران سفارت اعلان وکړ اسلامی ایران د افغانستان زلزله ځپلو ته د لومړیو مرستو دوه الوتکې ولیږلې.

د اسلامی ایران خارجه وزارت ویندویی هم په دغه پېښه د تسلیت په ویلو سره اعلان وکړ چې اسلامی ایران د نورو انسانی مسایلو په شان نن هم د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دی او لازمې مرستې به وکړی.

 د اسلامی ایران سرې میاشتې هم له دې مخکې  افغانستانی ښاریزو ته د روغتیایی لاجسټک او نورو مرستو د رسولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و

په عین حال کې د پلټنې او ژغورنې ټیمونه، بیړنیو درملنو، امدادی ځواکونو او د سرې میاشتې د درملنې عملې او رضاکارانو پوره چمتووالی نیولی چې که مرسته وغوښتل شی د سرې میاشتې کسان د پېښې ځای ته ولېږی.

ځینې سرچینې وایی چې دافغانستان په زلزله کې  تر دې ساعته تر زرو زیات کسان  مړه او کابو یو نیم زر ژوبل شوې دی.

د خبر پای/.

آخرین اخبار

برگزیده ها