فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxigc

اسلامی ایران د افغانستان زلزله ځپلو ته د لومړیو مرستو دوه الوتکې ولیږلې

په کابل کې د ایران سفارت وویل چې د افغانستان په جنوب ختیځو سیمو کې له زلزلې وروسته یې د لومړیو مرستو دوه الوتکې سیمې ته لیږلې دی.

اسلامی ایران د افغانستان زلزله ځپلو ته د لومړیو مرستو دوه الوتکې ولیږلې

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې په کابل کې د ایران سفارت وویل چې د افغانستان په جنوب ختیځو سیمو کې له زلزلې وروسته یې د لومړیو مرستو دوه الوتکې سیمې ته لیږلې دی.

  په کابل کې د ایران سفارت پرون په یو ټویټ کې ولیکل چې «په خواشینۍ سره په افغانستان کې زلزلې درانه سرتاوانونه اړولې او د دغه هیواد ډېر ښاریز یې مړه او ژوبل کړې دی. دغه سفارت د افغانستان له شریف ولس سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې لازم مرستندویه اقدامات کړې او د لومړیو مرستو دوه الوتکې یې لېږلې دی»

 د اسلامی ایران خارجه وزارت ویندویی هم په دغه پېښه د تسلیت په ویلو سره اعلان وکړ چې اسلامی ایران د نورو انسانی مسایلو په شان نن هم د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دی او لازمې مرستې به وکړی.

 د اسلامی ایران سرې میاشتې هم له دې مخکې  افغانستانی ښاریزو ته د روغتیایی لاجسټک او نورو مرستو د رسولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و

په عین حال کې د پلټنې او ژغورنې ټیمونه، بیړنیو درملنو، امدادی ځواکونو او د سرې میاشتې د درملنې عملې او رضاکارانو پوره چمتووالی نیولی چې که مرسته وغوښتل شی د سرې میاشتې کسان د پېښې ځای ته ولېږی.

ځینې سرچینې وایی چې دافغانستان په زلزله کې  تر دې ساعته تر زرو زیات کسان  مړه او کابو یو نیم زر ژوبل شوې دی.

 د خبر پای/.

آخرین اخبار

برگزیده ها