فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxigg

د طالبانو مشر له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان د طالبانو مشر په دغه هیواد کښې له سختې زلزلې وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده

د طالبانو مشر له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

ملا هیبت ا... اخوندزاده پرون د یوې بیانیې په خپرولو سره په افغانستان کښې د سختې زلزلې او له امله یې د سر او مال له پراخ تاوان وروسته په دې اړه تسلیت ویلی او له نړیوالې ټولنې او انساندوستانه سازمانونو څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اسلامی ایران خارجه وزارت ویندویی هم په دغه پېښه د تسلیت په ویلو سره اعلان وکړ چې اسلامی ایران د نورو انسانی مسایلو په شان نن هم د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دی او لازمې مرستې به وکړی.

 د اسلامی ایران سرې میاشتې هم له دې مخکې  افغانستانی ښاریزو ته د روغتیایی لاجسټک او نورو مرستو د رسولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و

په عین حال کې د پلټنې او ژغورنې ټیمونه، بیړنیو درملنو، امدادی ځواکونو او د سرې میاشتې د درملنې عملې او رضاکارانو پوره چمتووالی نیولی چې که مرسته وغوښتل شی د سرې میاشتې کسان د پېښې ځای ته ولېږی.

ځینې سرچینې وایی چې دافغانستان په زلزله کې  تر دې ساعته تر زرو زیات کسان  مړه او کابو یو نیم زر ژوبل شوې دی.

د خبر پای/.

آخرین اخبار

برگزیده ها