فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxiig

امیرعبداللهیان: په دغو سختو شېبو کې د افغانستان د شریفو او صابرو خلکو په څنګ کې یوو

د ایران خارجه وزیر د چارشنبې په ورځ په خوست او پکتیکا کې له سختې زلزلې وروسته وویل: د اسلامی ایران مرستندویې پیټی په چټکۍ سره افغانستان ته سپارل کیږی.

امیرعبداللهیان: په دغو سختو شېبو کې د افغانستان د شریفو او صابرو خلکو په څنګ کې یوو

 د ایران خارجه وزیر د چارشنبې په ورځ په خوست او پکتیکا کې له سختې زلزلې وروسته په دې بیان سره چې په دغو سختو شیبو کې د افغانستان د شریفو او صابرو خلکو په څنګ کې یوو، وویل: د اسلامی ایران مرستندویې پیټی په چټکۍ سره افغانستان ته سپارل کیږی.

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې   په خوست او پکتیکا کې له سختې زلزلې وروسته چې زیات تلفات یې لرل، د اسلامی ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان په یوټیټری پیغام کې ولیکل: د ګاونډیتوب او ورورولۍ په دود په دغو سختو شیبو کې د افغانستان د شریفو او صابرو خلکو په څنګ کې یوو،

 هغه زیاته کړه: د زلزلې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایم او په حق رسیدلو کسانو لپاره د مغفرت او ژوبلو لپاره د عاجلې شفا دعا کوم.

ده زیاته کړه: د اسلامی ایران مرستندویې پیټی په چټکۍ سره افغانستان ته سپارل کیږی.

 د ایران  د خارجه وزارت ویندویی سعید خطیب زاده هم پرون له زلزلې وروسته  له افغانستان سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و.

د افغانستان د تېرې ورځې زلزله چې تر زرو کسان مړه او یو نیم زرو زیات یې ژوبل کړې، د طبیعی پیښو لپاره د طالبانو د دولت د وزارت مرستیال وویل چې د مړو شمېر تر زرو تنو اوړېدلی دی.

د خبر پای/.

آخرین اخبار

برگزیده ها