فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxilv

د اسلامی ایران بشری مرستې د افغانستان زلزله ځپلو ته ورسېدې

د طالبانو ویندویی وویل چې د اسلامی ایران د انساندوستانه مرستو دوه الوتکې کابل ته رسېدلې دی.

د اسلامی ایران بشری مرستې د افغانستان زلزله ځپلو ته ورسېدې

د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځ کې د پرون ورځې له وژونکې زلزلې وروسته د طالبانو ویندویی کابل ته د ایران د مرستندویه پیټو د رسېدلو خبر ورکړ.

د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلوسره د مرستې په دوام کې د ایران مرستې کابل ته ورسېدې. هغه وویل چې د قطر یوه مرسته راوړونکې الوتکه هم په کابل کې کوزه شوې ده.

 د ده په وینا د پاکستان له خوا هم له خوراکی او ضروری شیانو ډک اته کانټینره پکتیکا ولایت ته رسېدلې دی.

د جاپان دولت هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

  له دې مخکې په افغانستان کې له سختې زلزلې وروسته  په کابل کې د ایران سفارت ویلې ووو چې د  ایران له خوا د بشری مرستو دوه ډکې الوتکې افغانستان ته استول شوې دی.

 په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال « سید حسین مرتضوی» په دې اړه وویل: ایران همیشه په مختلفو ډګرونو کې د افغانستان د خلکو په څنګ کې پاتې شوی او اوس هم ایران د ختیځو ولایتونو له خلکو سره د بشری مرستو  او د امدادی او طبی ټیمونو د استولو لپاره خپل  چمتووالی اعلان کړی دی.

  هغه زیاته کړه: نړیواله ټولنه هم باید په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د انسانی غمیزې ژورتیا ته متوجې وی او د افغانستان د مظلومو خلکو په خلاف د ظالمانه اړمونو په څنګته کولو سره د افغانستان مصیبت ځپلو خلکو ته د مرستې استولو لپاره لاره هواره کړی او خنډونه جوړ نه کړی.

همداراز ، د اسلامی ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان په یوټیټری پیغام کې ولیکل: د ګاونډیتوب او ورورولۍ په دود په دغو سختو شیبو کې د افغانستان د شریفو او صابرو خلکو په څنګ کې یوو، هغه ویلې وو چې اسلامی ایران به په چټکۍ سره انساندوستانه مرستې افغانستان ته منتقلې کړی.

د ایران د سرې میاشتې موسسې هم د افغانستانی ښاریزو د درملنې او روغیتا او نورو مرستو لپاره د پوره چمتووالی اعلان کړی و.

 د افغانستان د تېرې ورځې زلزله چې تر زرو کسان مړه او یو نیم زرو زیات یې ژوبل کړې، د طبیعی پیښو لپاره د طالبانو د دولت د وزارت مرستیال وویل چې د مړو شمېر تر زرو تنو اوړېدلی دی.

 د طالبانو سرپرست حکومت  له نړیوالو مرسته رسوونکو سازمانونو غوښتې چې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره لاس په کار شی.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې هم خلکو له مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره هلې ځلې او مرسته غونډول پیل کړې دی.

د خبر پای/.

آخرین اخبار

برگزیده ها