فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxipf

د افغانستان د پخوانی حکومت د خزانې وزیر کابل ته ستون شو

د طالبانو له خوا د تماس د کمیسیون د هڅو په دوام کې د افغانستان یو مخه ور شخصیت او د پخوانی حکومت د خزانې وزیر امین ارسلان خپل هیواد ته ستون شو

د افغانستان د پخوانی حکومت د خزانې وزیر کابل ته ستون شو

د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د طالبانو جوړ له شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون ویندویی احمد وثیق نن ( د چنګاښ په دوهمه)  رسنیو ته وویل چې امین ارسلان د دغه کمیسیون د هڅو په نتیجه کې افغانستان ته ستون شوی دی.

 د کمیسیون په وینا تر اوسه د افغانستان د پخوانی حکومت شپاړس سیاسی  او علمی څېرې  خپل هیواد ته ستنې شوې دی.

د کمیسیون ویندویی وایی چې له ځینو نورو کسانو سره یې هم تماسونه نیولې او ممکن په راتلونکو ورځو کې خپل هیواد ته ستانه شی.

 د دغه کمیسیون غړو د تېر حکومت له سیاستوالو او مقاماتو غوښتې چې  په هیواد کې یې د هغوی لپاره لا ښه زمینه برابره کړې او باید خپل هیواد ته ستانه شی.

له دې مخکې د بریښنا پخوانی وزیر امان غالب،  په پارلیمانی چارو کې د پخوانی دولت وزیر فاروق وردګ، د ټرانسپورټ وزارت پخوانی مرستیال حسن مبارک عزیزی، او د پخوانی دولت د دفاع وزارت ویندویی دولت وزیری خپل هیواد ته ستانه شوې دی.

د طالبانو د تماس کمیسیون له خوا د افغان څېرو د ستنولو هڅې روانې دی او طالبانو هغوی ته په هیواد کې د امنیت او عزت ژوند ډاډ ورکړی دی.

د خبر پای/.

آخرین اخبار

برگزیده ها