فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pxy7o

ترکیې تر سلو زیات افغانستانی مهاجر وویستل

ترکیې په دغه هیواد کې میشته ۱۳۶ افغانستانی مهاجر د غیر قانونی اقامت په وجه وویستل

ترکیې تر سلو زیات افغانستانی مهاجر وویستل

فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ  خبریال د اناتولی خبری اژانس په حواله وویل ترکیې په دغه هیواد کې میشته ۱۳۶ افغانستانی مهاجر د غیر قانونی اقامت په وجه افغانستان ته ستانه کړل.

 د ترکیې د کوجا ایلی  ولایت پولیسو پرون جمعه د سرطان په دریمه اعلان وکړ چې ۱۳۶ ښاریز یې چې غیر قانونی ترکیې ته تللې وو. په چارټر الوت سره افغانستان ته ستانه کړی شول.

دا ویستل په داسې حال کې کیږی چې ترکیه د ډېرو مهاجرو د منلو ادعا کوی او نړیوالو ادارو او اروپایی اتحادیې ته یې د مالی مرستو لپاره درخواستونه هم ورکړې دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان وایی چې ترکیې قدرت ته د طالبانو له رسېدلو وروسته تر اوسه ۱۸۰۰ افغان کډوال ویستلې او په افغانستان کې له انسانی ناورین سره سره دغه بهېر روان دی.

 

د خبر پای/.

اخبار مرتبط

آخرین اخبار

برگزیده ها