فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pyta2

افغانستان ته د اشرف غنی د دولت د یوې بلې څېرې ستنېدل

طالبانو ویلې چې د دغه ډلې په هڅو د افغانستان د تېر دولت د سنا مرستیال مشر خپل هیواد ته ستون شوی دی.

افغانستان ته د اشرف غنی د دولت د یوې بلې څېرې ستنېدل

د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې طالبانو کابل ته د «حسیب اله کلیم زی» د ستنېدو خبر ورکړی دی.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون د راپور په اساس د سنا مرستیال مشر او په تېر دولت کې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر حسب الله کلیم زی نن چهارشنبه افغانستان ته ستون شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېرو اونۍ مارشال دوستم ته نزدې څېره نظام الدین قیصاری هم افغانستان ته ستون شوی دی.

 قیصاری دوستم ته نزدې کس دی چې اشرف غنی هم څو ځله په مختلفو دلایلو هغه نیولی و. 

له دې مخکې ځینو سرچینو ویلې وو چې قیصاری به له دوستم سره یو ځای افغانستان ته ستنیږی. 

په افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د دغه هیواد ځینې سیاستوال او تاجران بهرنیو هیوادونو ته لاړل ، دا په داسې حال کې دی چې ډېرو  طالب چارواکو ویلې د تېر دولت د سیاسی او تکړه کسانو د ستنولو هڅې کوی او د هغوی عزت او امنیت به خوندی وی.

طالبانو د افغانستانی شخصیتونو د ستنولو لپاره د تماس کمیسیون جوړ کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره اونۍ د پخوانی افغان مقام یو شمېر مقامات د طالبانو په هڅه افغانستان ته ستانه شوې او ویلې یې دی چې د هیواد د راتلونکی لپاره به هڅه کوی.

د خبر پای/ ر

افغانستان اشرف غنی طالبان سایت افغانستان خبرگزاری فارس افغانستان اشرف غنی طالبان سایت افغانستان خبرگزاری فارس افغانستان اشرف غنی طالبان سایت افغانستان خبرگزاری فارس افغانستان اشرف غنی طالبان سایت افغانستان خبرگزاری فارس

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها