طالبانو په بهرنیو پېسو کورنی معاملات منع کړل
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې په بهرنیو پیسو داخلی راکړې ورکړې غیر قانونی دی او له خلافورزی کوونکی سره به قانونی چلند کیږی.

د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې د کورنیو معاملاتو یا پېر پلور لپاره نوی قانون خپور کړ.
بیانیه وایی چې په بهرنیو پیسو د کورونو ، ځمکې کورونو، ګاډو وغیره پېر پلور او د کرایې اخستل او نورې معاملې منع شوې دی.
د طالبانو د بیانیې په دوام کې راغلې دی چې کوم کسان په دغه قانون عمل ونه کړی د قانون او شرعې مطابق به ورسره چلند کیږی.
طالبانو له دې مخکې په ځلونو ویلې چې د افغانستان د ملی اسعارو څخه د استفادې په لټه کې دی او په هیواد کې دننه ټول معاملات باید په افغانیو سره وشی.
له دې مخکې د طالبانو د مرکزی بانک ویندویی صابر مومند ویلې وو چې فارکس یا د بهرنیو پېسو آنلاین تجارت منع دی.
بلومبرګ د مومند له خلې لیکلې وو چې:« مرکزی بانک د آنلاین پیسو د تجارت یا فارکس په وجه بهرنی اسعار منع کړی او هیڅ شرعی قاعده دغه شان معاملات نه تاییدوی»
دغه امریکایی رسندویې وویل چې پ افغانستان کې قدرت ته د طالبانو له رسېدلو او اقتصاډی پاشلتیا وروسته ډېرو خلکو په فارکس یا د ډیجیټل کرنسۍ بازار کې د بهرنیو اسعارو تجارت ته مخه کړې ده.
د خبر پای/ ر
اخبار مرتبط
آخرین اخبار
-
1
طالبان: فشارهای خارجی را نمیپذیریم
-
2
حقانی: جهان برای رفع سوءتفاهم با طالبان تعامل کند
-
3
بازگشت بیش از 6 هزار مهاجر از ایران به افغانستان
-
4
رهبر طالبان: آمادهایم براساس شریعت اسلام باردیگر با آمریکا بجنگیم
-
5
طالبان از روسیه نفت خریداری میکند
-
6
سیل طی یکسال گذشته در افغانستان ۵۱۱ کشته و ۳۷۰۰ زخمی برجای گذاشت
-
7
ایران د کابل په جومات کې ترهه ګراقدام وغنده
-
8
وزیر کشور روسیه: کشت و قاچاق مواد مخدر در افغانستان ادامه دارد
-
9
الجزیره: د طالبانو د غړو په سفر د بندیز د معافیت د تمدید لپاره د چین او روسیې وړاندیز رد شو
برگزیده ها
-
1
ایران د کابل په جومات کې ترهه ګراقدام وغنده
-
2
الجزیره: د طالبانو د غړو په سفر د بندیز د معافیت د تمدید لپاره د چین او روسیې وړاندیز رد شو
-
3
په کابل کې د چین سفیر: امریکا په ښکاره د افغانستان د خلکو ملی پانګې پټوی
-
4
کاظمی قمی: آمریکا د مقاومت په نامه په افغانستان کې په بلوا پسې ده: مشارکتی حکومت په رسمیت پیژنو
-
5
د ستمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو هغوی ته د افغانستان د پیسو په ورکولو اعتراض وکړ
-
6
مسکو: د افغانستان د پخوانی پوځ ځانګړی ځواکونه په یوکرین کې جنګیږی
-
7
د کابل د سقوط له ورځې د امریکایی دپلمات ناویلې
-
8
افغانستان ته له ایرانه د درې زره مهاجرو ستنېدل
-
9
په افغانستان کې د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره د امریکا هڅه