فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pz0m5

طالبانو له ایران سره د سرحدی نښتې اوازه رد کړه

په نیمروز ولایت کې دوو مسوولو مقاماتو له فارس خبری اژانس سره په مرکه کې د اسلامی ایران په خاوره د ورانکارو د حملې په غندلو سره، د ایران او افغانستان تر مینځ هر ډول سرحدی نښته دروغ وبلله.

طالبانو له ایران سره د سرحدی نښتې اوازه رد کړه

د افغانستان د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر مفتی الهام زمونږ له خبریال سره په مرکه کې د دواړو هیوادونو په سرحدونو کې د نښتې په اړه اوازه رد کړه. 

هغه زمونږ خبریال ته وویل چې د ایران او افغانستان په سرحد کې هیڅ نښته نه ده شوې او له یوې خاصې ډلې سره د ایرانیو پوله ساتونکو نښته هسې اوازه ده.

 په نیمروز ولایت کې یو خبر امنیتی مقام هم زمونږ له خبریال سره په مرکه کې د ایرانی ځواکونو او طالبانو تر مینځ د سرحدی نښتې په اړه د اوزو په ردولو سره وویل چې دغه نښته د ایران په خاوره کې شوې او پل ابریشم کې چې د ایران او افغانستان تر مینځ پوله ده هیڅ نښته نه ده شوې او د هیڅ ډزو غږ نه دی اورېدل شوی.

 دغه مسوول مقام له ګاونډیو هیوادونو سره په پوله کې د هر ډول ناامنۍ په غندلو سره ، دغه شان اقدامات د سیمې د امنیت په خلاف وبلل او د ګاونډیو هیوادونو له لوری یې د سرحدی سلامتیا په ساتنه ټینګار وکړ. 

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت په شمال کې چې له ایران سره پوله لری سرحدی ځواکونه له یو شمېر اشرارو سره چې د افغانستان له خاورې یې په ایران د حملې اراده لرله ونښتل  چې دغه وسله وال کسان له یوې لنډې نښتې وروسته له سیمې وتښتېدل.

 په دغه وسله واله نښته کې سرحدی عسکر محمد صیاد په ډزو شهید شو.

دا په داسې حال کې دی چې د اسلامی ایران د سرحدی ځواکونو په موقع رسیدلو سره اوس د سیستان و بلوچستان صوبې په شمالی پولو کې امنیت پوره ټینګ دی.
د دغه پېښې د کېدو له وخته ځینو دښمنو رسنیود عمومی افکارو  او د ایران په پولو د واکمنې امنیتی فضا د ګډوډولو او د ایران او افغانستان د سرحدی ځواکونو ترمینځ د وسله والې نښتې د دروغو خبرونو په خپرولو سره د دواړو هیوادونو تر مینځ د اختلاف او درز د رامینځته کولو هڅه وکړه.
 
د خبر پای/ ر

طالبان مرزی سایت افغانستان خبرگزاری فارس طالبان مرزی سایت افغانستان خبرگزاری فارس

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها