فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1pzo4t

ایران:بهرنیو وګړو ته بانکی خدمات دوام لری


د ایران مرکزی بانک اعلان وکړ چی ټوله بهرنی ښاریز د کارټ پر بنیاد، اینټرنیټی پېر او د پیسو د لېږد خدمات ته لاسرسی لری.

ایران:بهرنیو  وګړو ته بانکی خدمات دوام لری


د فارس د خبری اژانس د افغانستان د څانګې له راپور سره سم، د ایران د مرکزی بانک د عامه اړیکو مدیر مصفی قمری وفا په یوه ټوییټ کې د بهرنیو وګړو د بانکی اکاونټونو په هکله ولیکل: د بهرنیو وګړو لپاره د بانکی خدماتو د محدودیت په هکله د ځینو راپورونو په اړوند باید وویل شی چی د ټوله بهرنی وګړی  د بانکی کارټ په ذریعه د اینټرنیټی پېر او تر (۱۰۰ میلیون ریال) پوری د پیسو د لېږدولو خدمات  ته لاسرسی لری.
همدارنګه په راتلونکو ورځو کې له اړوندو اداراتو څخه د قانونی بهرنی وګړیو د هویتی معلوماتو د تر لاسه کولو وروسته نورو  بانکی خدماتو ته به هم لاسرسی پیدا کړی.
د فارس له راپور سره سم، په تېرو ورځو په ځینو خبری ویب پاڼو کې په ایران کې د بهرنیو وګړو د بانکی اکاونټونو د بندېدو او د خدماتو د نه وړاندې کېدو په هکله ځینې راپورونه خپاره شوی وه.
نن سهار هم د ملی او ملت بانکونو د یوې بیانیې په صادرولو سره، تر بیا ځلی اطلاع رسونې پوری ټولو بهرنیو وګړو ته د هر ډول بانکې خدماتو وړاندې کېدا ممنوع اعلان کړی وه.

وزارت امور خارجه وزارت کشور خبر خوب وزارت امور خارجه وزارت کشور خبر خوب

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها