طالبان: د امریکا له خوا د الظواهری د وژل کېدو د ادعا په جاج لګیا یو
د طالبانو یو مقام وویل چې ددغه ډلې چارواکی د ایمن الظواهری د وژلو په اړه د امریکایانو په ادعا په غور لګیا دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر په دې بیان سره چې لا په کابل کې د امریکایی ځواکونو په ډرون برید کې د القاعدې د مشر د وژل کېدو جزییات نه دی راغلې ټینګار وکړ چې سرپرست حکومت د واشنګټن په دغه ادعا په غور لګیا دی.
د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د طالبانو یو مقام وویل چې ددغه ډلې چارواکی د ایمن الظواهری د وژلو په اړه د امریکایانو په ادعا په غور لګیا دی.
په دوحې کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین خبریالانو ته وویل چې د طالبانو د دریځ په اړه یې هیڅ خبر نه لاسته نه دی راوړی.
شاهین زیاتوی د کابل د غبرګون او جزییاتو په تمه یم.
ده وویل: دغه ډله هماغه راز په دوه زره شلم کال کې په دوحه کې په لاسلیک شوې موافقې ژمنه ده.
په ملګرو ملتو کې د طالبانو استازی وویل چې د امریکا د ادعا په جاجولو لګیا یوو او دا د دې ښودنه کوی چې د دغه ډلې مشر په دې ځای کې د ایمن الظواهری له شتونه نه و خبر
شاهین زیاتوی چې دولت او مشرتابه نه له هغه څه چې ادعا یې کیږی خبر وو اونه هلته کومه نښه موجوده ده.
هغه په دې بیان سره د دغه ادعا د دروغ رښتیا د معلومولو لپاره تحقیقات روان دی زیاته کړه چې پایلې به یې ډېرې زر له عامو خلکو سره شریکې کړی.
د طالبانو مشرانو لا د القاعدې د مشر په خلاف په کابل کې د ډرون د حملې په اړه چوپیتا غوره کړې ده.
له بلې خوا د طالبانو دریو سرچینو وویل چې د دغه ډلې جګ پوړو مشرانو د امریکا د حملې دغبرګون د څرنګوالی په اړه اوږدې خبرې لرلې دی.
طالبانو اول په کابل کې په یو خالی کور د یو توغندی د لګیدو خبر ورکړ خو اخر یې تایید که چې دغه حمله امریکایانو کړې ده.
دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو د موقت دولت د لومړی وزیر مرستیال په کابل کې دامریکا د وروستۍ حملې په غبرګون کې وویل چې د غه حمله د ملی واکمنۍ او د دوحۍ د موافقې خلاف ورزی ده.
هغه په کابل کې د القاعدې د مشر وژل کیدو ته له اشارې پرته وویل: د دوحې په موافقه پابند یو او ټولو ته ډاډ ورکوو چې زمونږ له خاورې به په چا برید ونه شی.
له دې مخکې د امریکا خارجه د ایمن الظواهری د وژل کیدو په مساله کې طالبانو د دوحې د موافقې په خلاف ورزۍ تورن کړې وو.
تېره سه شنبه سهار د امریکا ولسمشر په کابل د ډرون په حمله کې د القاعدې د ترهه ګرې ډلې د مشر د وژلو په تایید سره وویل: هغه په مختلفو حملو کې ډېر امریکایان وژلې وو.
بایډن په سپینه ماڼۍ کې په خبری کانفرنس کې وویل: د القاعدې مشر ایمن الظواهری مو په افغانستان کې وواژه. الظواهری په مختلفو حملو کې ډېر امریکایان وژلې وو.
د خبر پای/ ر
اخبار مرتبط
آخرین اخبار
-
1
په افغانستان کې وژونکی سیلاب ۳۱ مړه په لسګونو ورک+ فیلم
-
2
وزیر خارجه طالبان: آمریکا حقوق مردم افغانستان را بهرسمیت بشناسد
-
3
فیلم|آمریکا چگونه از افغانستان فرار کرد؟
-
4
ایران: د امریکا له خوا د افغانستان د نیواک پایله بې له ورانۍ او وژلې بې څه نه وه
-
5
کاظمی قمی: مبارزه جهادی با آمریکا عامل شکست این کشور در افغانستان بود
-
6
فرمانده ارتش ایران: درگیریهای مرزی با طالبان باید دیپلماتیک حل شود
-
7
طالبان 10 صرافی ارز دیجیتال را در افغانستان پلمب کرد
-
8
اشرف غنی: آمریکا پس از توافق با طالبان دولت افغانستان را تنها گذاشت
-
9
محمدعلی رامین له فارس سره په مرکه کې : له طالبانو د خلکو د وېرولو لړۍ ورو ورو کمه شوې ده
برگزیده ها
-
1
په افغانستان کې وژونکی سیلاب ۳۱ مړه په لسګونو ورک+ فیلم
-
2
ایران: د امریکا له خوا د افغانستان د نیواک پایله بې له ورانۍ او وژلې بې څه نه وه
-
3
محمدعلی رامین له فارس سره په مرکه کې : له طالبانو د خلکو د وېرولو لړۍ ورو ورو کمه شوې ده
-
4
شاهین: په افغانستا کښې د امنیت ټینګښت د طالبانو د یو کال مهمه بریا ده
-
5
طالبانو له ایران سره د اقتصادی اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه
-
6
د خارجه وزیر مرستیال له طالب مقاماتو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته لاړ
-
7
امریکا: القاعده په افغانستان کې فعال شتون نه لری
-
8
طالبانو په افغانستان د ولکې ورځ عمومی رخصتی اعلان کړه
-
9
احمد مسعود: هیڅ هیواد د پنجشیر له جبهې ملاتړ نه دی کړی