د طالبانو جک پوړی چارواکی: پر کابل د امریکې حمله د دوحې د موافقې خلاف ورزی ده
د طالبانو د وزیراعظم مرستیال په کابل باندې د امریکې د هوایی برید په غبرګون کښې وویل: دا حمله د ملی حاکمیت او د دوحې د موافقې خلاف ورزی ده.

د فارس خبری آژانس د افغانستان د سایټ د خبریال د رپورټ له مخې د طالبانو د موقته حکومت د وزیراعظم دویم مرستیال عبدالسلام حنفی وویل: په کابل کښې د بې پایلټه الوتکو حمله د افغانستان د ملی واکمنۍ او د دوحې د موافقه لیک خلاف ورزی ده.
هغه په کابل کښې د القاعده د مشر وژل کیدو ته له اشارې پرته زیاته کړه: د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هیواد خلاف استعمال نه شی.
له دې مخکښې د امیکې د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن په افغانستان کښې د القاعده د مشر ایمن الظواهری د وژل کیدو په وجه طالبانو د دوحې د موافقې په خلاف ورزۍ تورن کړی وو.
بلینکن وویل: طالبانو په کابل کښې د القاعده مشر ته په پناه ورکولو او د هغه په کوربه توب سره د دووحې موافقه او د ترهګرو له خوا د نورو هیوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره د افغانستان له خاورې د استفادې د اجازې نه ورکولو په هکله نړۍ خپلې بیابیا ډاډګیرنې سختې خرابې کړې دی.
د امریکې خارجه وزیر د طالبانو مشر ته په خطاب کښې په تنده لحجه کښې وویل: هغوی هم داشان د افغانستان له خلکو او په رسمیت پیژندل کیدو ته له خپلې ګروهنې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو له عادی کولو سره خیانت وکړ.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر جوبایډن د تیرې سنبه شنبې (د آګست د دویمې نیټې) په سهار د افغاسنتان په پلازمینې کابل کښې په یو هدف باندې د یکشنبې ورځې د ډرون حملې په هکله وضاحت ورکړ او په سپینې ماڼۍ کښې په یوې خبری غونډې کښې یې وویل: د القاعده ترهګرې ډلې مشر ایمن الظواهری مو په افغانستان کښې وواژه. الظواهری په مختلفو بریدونو کښې د ډیرو امریکایانو د وژل کیدو سبب شوی و.
د خبر پاې/ ر
اخبار مرتبط
آخرین اخبار
-
1
په افغانستان کې وژونکی سیلاب ۳۱ مړه په لسګونو ورک+ فیلم
-
2
وزیر خارجه طالبان: آمریکا حقوق مردم افغانستان را بهرسمیت بشناسد
-
3
فیلم|آمریکا چگونه از افغانستان فرار کرد؟
-
4
ایران: د امریکا له خوا د افغانستان د نیواک پایله بې له ورانۍ او وژلې بې څه نه وه
-
5
کاظمی قمی: مبارزه جهادی با آمریکا عامل شکست این کشور در افغانستان بود
-
6
فرمانده ارتش ایران: درگیریهای مرزی با طالبان باید دیپلماتیک حل شود
-
7
طالبان 10 صرافی ارز دیجیتال را در افغانستان پلمب کرد
-
8
اشرف غنی: آمریکا پس از توافق با طالبان دولت افغانستان را تنها گذاشت
-
9
محمدعلی رامین له فارس سره په مرکه کې : له طالبانو د خلکو د وېرولو لړۍ ورو ورو کمه شوې ده
برگزیده ها
-
1
په افغانستان کې وژونکی سیلاب ۳۱ مړه په لسګونو ورک+ فیلم
-
2
ایران: د امریکا له خوا د افغانستان د نیواک پایله بې له ورانۍ او وژلې بې څه نه وه
-
3
محمدعلی رامین له فارس سره په مرکه کې : له طالبانو د خلکو د وېرولو لړۍ ورو ورو کمه شوې ده
-
4
شاهین: په افغانستا کښې د امنیت ټینګښت د طالبانو د یو کال مهمه بریا ده
-
5
طالبانو له ایران سره د اقتصادی اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه
-
6
د خارجه وزیر مرستیال له طالب مقاماتو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته لاړ
-
7
امریکا: القاعده په افغانستان کې فعال شتون نه لری
-
8
طالبانو په افغانستان د ولکې ورځ عمومی رخصتی اعلان کړه
-
9
احمد مسعود: هیڅ هیواد د پنجشیر له جبهې ملاتړ نه دی کړی