د طالبانو خارجه وزارت تایوان ته د نانسی پلوسی سفر لمسوونکی وباله
د طالبانو خارجه وزارت د «واحد چین» په اصولی سیاست ټینګار او اعلان وکړ چې د واشنګټن او بیجنګ تر مینځ کړکیچ باید له مناسبو لارو هوار شی.

د طالبانو خارجه وزارت تایوان ته د امریکا د پارلیمان د مشرې د سفر په لمسوونکی ګڼلو سره، د «واحد چین» په اصولی سیاست ټینګار او اعلان وکړ چې د واشنګټن او بیجنګ تر مینځ کړکیچ باید له مناسبو لارو هوار شی.
د فارس خبری اژانس د راپور له مخېد طالبانو خاره وزارت دواشنګټن او بیجنګ تر مینځ د کړکیچ له زیاتیدو او تایوان ته د نانسی پلوسی له سفره وروسته وویل چې له ټولو هیوادونو غواړی له داسې فیصلو چې د نورو هیوادونو د ملی واکمنۍ د خلاف ورزۍ سبب کیږی او د لسموونکو اقداماتو زمینه برابروی، ډډه وکړی.
د طالبانو د خارجه وزارت ویندوی عبدالقهار بلخی وویل چې د چین او امریکا اړیکی د سیمې په امنیت، ثبات او هوساینه تاثیر اچوی.
هغه زیاته کړه مونږ له ټولو هیوادونو غواړی له داسې فیصلو چې د نورو هیوادونو د ملی واکمنۍ د خلاف ورزۍ سبب کیږی او د لسموونکو اقداماتو زمینه برابروی، ډډه وکړی.
ده وویل: «طالبان د چین په اصولی او د واحدچین په سیاست ټینګار کوی او غواړی چې د دواړو هیوادونو کړکیچونه له مناسبو لارو حل شی چې وکړی شی د نړیوالې او سیمه ایزې سولې ثبات او پراختیا لپاره ګډ کار وکړی.
دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د پارلیمان مشره نانسی پلوسی تایوان ته تللې او دا په تېرو پینځه ویشتو کلونو کې تایوان ته د جګ پوړی امریکایی مقام سفر ګڼل کیږی، هغې د تایوان د پارلیمان له استازو او ولسمشر سره وکتل.
چین په دغه سفر خبرداری ورکړی او ویلې یې وو چې واشنګټن به د دغه غلطۍ تاوان ورکړی.
له دغه سفر سره په یو وخت په تایوان اوبلارې کې د چین څو جنګی الوتکې الوتلې وې.
د خبر پای/ ر
اخبار مرتبط
آخرین اخبار
-
1
په افغانستان کې وژونکی سیلاب ۳۱ مړه په لسګونو ورک+ فیلم
-
2
وزیر خارجه طالبان: آمریکا حقوق مردم افغانستان را بهرسمیت بشناسد
-
3
فیلم|آمریکا چگونه از افغانستان فرار کرد؟
-
4
ایران: د امریکا له خوا د افغانستان د نیواک پایله بې له ورانۍ او وژلې بې څه نه وه
-
5
کاظمی قمی: مبارزه جهادی با آمریکا عامل شکست این کشور در افغانستان بود
-
6
فرمانده ارتش ایران: درگیریهای مرزی با طالبان باید دیپلماتیک حل شود
-
7
طالبان 10 صرافی ارز دیجیتال را در افغانستان پلمب کرد
-
8
اشرف غنی: آمریکا پس از توافق با طالبان دولت افغانستان را تنها گذاشت
-
9
محمدعلی رامین له فارس سره په مرکه کې : له طالبانو د خلکو د وېرولو لړۍ ورو ورو کمه شوې ده
برگزیده ها
-
1
په افغانستان کې وژونکی سیلاب ۳۱ مړه په لسګونو ورک+ فیلم
-
2
ایران: د امریکا له خوا د افغانستان د نیواک پایله بې له ورانۍ او وژلې بې څه نه وه
-
3
محمدعلی رامین له فارس سره په مرکه کې : له طالبانو د خلکو د وېرولو لړۍ ورو ورو کمه شوې ده
-
4
شاهین: په افغانستا کښې د امنیت ټینګښت د طالبانو د یو کال مهمه بریا ده
-
5
طالبانو له ایران سره د اقتصادی اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه
-
6
د خارجه وزیر مرستیال له طالب مقاماتو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته لاړ
-
7
امریکا: القاعده په افغانستان کې فعال شتون نه لری
-
8
طالبانو په افغانستان د ولکې ورځ عمومی رخصتی اعلان کړه
-
9
احمد مسعود: هیڅ هیواد د پنجشیر له جبهې ملاتړ نه دی کړی