فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1qlb9n

طالبان: په افغانستان کې د الظواهری له استوګنۍ نه وو خبر

طالبانو نن د زمری په دیارلسمه په یوې بیانیې کې امریکا ته خبرداری ورکړ چې که دغه شان پیښې تکرار شی نو پایلې به یې د امریکا په غاړه وی.

طالبان: په افغانستان کې د الظواهری له استوګنۍ نه وو خبر

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې په کابل کې د ډرون الوتکې په حمله کې د ایمن الظواهری د وژل کیدو په اړه د امریکا له ادعا دوه ورځې وروسته طالبانو په یوې رسمی بیانیې کې ادعا وکړه چې  په افغانستان کې د القاعدې د مشر له اوسیدو نه وو خبر.

 طالبانو نن د زمری په دیارلسمه  په یوې بیانیې کې امریکا ته خبرداری ورکړ چې که دغه شان پیښې تکرار شی  نو پایلې به یې د امریکا په غاړه وی.

د طالبانو د اعلان له مخې د دغه ډلې مشر اطلاعاتی ادارو ته امر کړی چې د دغه پیښې په مختلفو اړخونو غور او تحقیقات وکړی.

 طالبانو یو ځل بیا وویل چې د افغانستان له خاورې هیچا منجمله امریکا ته خطر نه دی متوجې او دغه ډله د دوحې د موافقې د اجرا غوښتونکې ده او د دغه موافقې خلاف ورزی باید ختمه شی.

طالبانو په پای کې ویلې:« دا چې امریکا زمونږ په خاوره تیری وکړ او د افغانستان د حدودو خلاف ورزی یې وکړه، په حقیقت کې ټول نړیوال اصول یې تر پښو لاندې کړې او ظلم یې کړی چې مونږ یو ځل بیا دا کار په سخته غندو، که دغه شان پیښه یعنې د افغانستان په خاوره تیری تکرار شی د هر ډول پایلې مسوولیت به یې امریکا ته متوجې وی.  

 

دا په داسې حال کې دی چې په ملګرو ملتو کې د طالبانو استازی  مخکې ویلې وو چې د امریکا د ادعا په جاجولو لګیا یوو او دا د دې ښودنه کوی چې د دغه ډلې مشر په  دې ځای کې د ایمن الظواهری له شتونه نه و خبر

شاهین زیاتوی چې دولت او مشرتابه نه له هغه څه چې ادعا یې کیږی خبر وو اونه هلته کومه نښه موجوده ده.

هغه په دې بیان سره د دغه ادعا د دروغ رښتیا د معلومولو لپاره تحقیقات روان دی زیاته کړه چې پایلې به یې ډېرې زر له عامو خلکو سره شریکې کړی.

 د طالبانو مشرانو لا د القاعدې د مشر په خلاف په کابل کې د ډرون د حملې په اړه چوپیتا غوره کړې ده.

له بلې خوا د طالبانو دریو سرچینو وویل چې د دغه ډلې جګ پوړو مشرانو د امریکا د حملې دغبرګون د څرنګوالی په اړه اوږدې خبرې لرلې دی.

طالبانو اول په کابل کې په یو خالی کور د یو توغندی د لګیدو خبر ورکړ  خو اخر یې تایید که چې دغه حمله امریکایانو کړې ده.

 دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو د موقت دولت د لومړی وزیر مرستیال  په کابل کې دامریکا د وروستۍ حملې په غبرګون کې وویل چې د غه حمله د ملی واکمنۍ او د دوحۍ د موافقې خلاف ورزی ده.

هغه په کابل کې د القاعدې د مشر وژل کیدو ته له اشارې پرته وویل: د دوحې په موافقه پابند یو او ټولو ته ډاډ ورکوو چې زمونږ له خاورې به په چا برید ونه شی.

د خبر پای/ ر

ایالات متحده آمریکا افغانستان خبر خوب ایالات متحده آمریکا افغانستان خبر خوب

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها