المیادین د الظواهری د وژل کېدو د څرنګوالی په هکله د امریکا روایت تر پوښتنې لاندې راوسته
المیادین چینل د دپلماتیکو سرچینو په قول خبر ورکړ چې د القاعدې ډلګۍ مشر هغه شان چې امریکا یې روایتوی، نه دی وژل شوی.

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې المیادین د دپلماتیکو سرچینو په حواله وویل: ایمن الظواهری هغه شان چې امریکا یې روایتوی، نه دی وژل شوی.
دغه سرچینې المیادین ته وویل چې الظواهری په یوې چاودنې کې چې علت یې معلوم نه و وژل شوی او د دغه چاودنې ماهیت هیڅکله نه شی معلومیدی.
دغه چینل په دوام کې د دپلماتیکو سرچینو له قوله ولیکل چې طالبانو د الظواهری وژله تایید کړې او په طالبانو کې دننه موثقو شاهدانو ویلې چې د هغه مړی یې لیدلی دی.
له دې مخکې ځینې رسنیو د ایمن الظواهری په وژله کې شک څرګند کړی و منجمله د مصر د جماعت اسلامی یو مشر « ناجح ابراهیم» چې د اسلامی ډلو د چارو کارپوه دی او د«القاهره ۲۴» سایټ ویلې وو چې له تېرو څلورو کلونو د ایم الظواهری دمرګ په اړه دې ته ورته ډېر خبرونه په لویدیځو رسنیو کې خپاره شوې دی، الظواهری اویا کاله عمر لری او د سلامتیا حالت یې ثابت نه دی او که مړ شی کاملا طبیعی ده.
د الظواهری د مرګ د څرنګوالی په اړه شکونه هغه وخت زیات شول چې د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت د شوار ویندویی جان کربی له سی این این سره په مرکه کې د الظواهری د وژل کیدو د یقین د اندازې به اړه وویل: « د ډی این ای تاییدیه نه لرو او دغه ډول تاییدیه به لاسته راهم نه وړو. ښه صفا او رښتیا درته ووایم چې د ډېرو منابعو او مختلفو طریقو په استناد دهغه تاییدیې ته اړتیا هم نه لرو» هغه وویل چې یوازې د بصری یا لیدونکې تاییدیې په اساس وایی چې الظواهری وژل شوی دی.
سه شنبه سهار د امریکا یو لوړ پوړی دولتی مقام په کابل کې په یو هدف د ډرون حملې په تایید سره وویل چې په دغه حمله کې د القاعدې یو جګ پوړی مشر وژل شوی دی.
د امریکایی رسنۍ د راپور له مخې د دغ مقام په بیانیه کې چې نوم یا مقام یې نه دی افشا شوی راغلې دی: د اونۍ په اخره کې متحده ایالتونو یو ترهه ګر ضد عملیات په افغانستان کې د القاعدې د یو مهم هدف په خلاف وکړل، دغه عملیات کامیاب وو او ملکی کسانو ته تاوان ونه رسید»
له دې سره په یو وخت اسوشیټډ پریس د امریکا په دولت کې د اطلاعتی او امنیتی سرچینو په قول ولیکل: په کابل کې د امریکا د یکشنبې ورځې په حمله کې د القاعدې ترهه ګرې ډلې مشر ایمن الظواهری وژل شوی دی.
له بلې خوا د امریکا یوې خبرې سرچینې «نیویارک ټایمز» ته وویل: الظواهری د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقانی د یو مشر سلاکار په کور کې په نښه شوی او په دغه حمله کې له «هل فایر» توغندی استفاده شوې ده.
امریکایی خبریالانو د الظواهری په اړه ولیکل:« د بن لادن له زمانې هیچا د ظواهری هومره په القاعدې کې نفوذ نه درلود. دغه مصری توکمه افراط ګر، ترهه ګرو غورځنګونو ته الهام ورکوونکی و او په لسګونو کلونه د متحده ایالتونو هدف و»
رویټرز خبری اژانس وایی چې له دوه زره لومړی کاله د الظواهری په سر پینځه ویشت میلیون ډالره انعام ټاکل شوی و هغه د ستمبر د یوولسمې په حملې سربېره په دوه زرم کال کې په یو ایس ایس کول امریکایی بیړې د حملې پلانګر هم و چې پکې اولس امریکایی ماڼوګان ووژل شول. امریکا خارجه وزارت هم وایی چې هغه په کینیا او تنزانیه کې د امریکا په سفارتونو کې د ۱۹۹۸ کال په اګست کې په بم کیښودلو کې هم لاس درلود چې پکې ۲۲۴ کسان وژل شوې وو.
دخبر پای/ ر
اخبار مرتبط
آخرین اخبار
-
1
وزیر نیروی ایران با هدف بررسی حقابه هیرمند وارد کابل شد
-
2
د کابل د صرافۍ په مرکز کې د مړه دې وی امریکا شعارونو انګازې
-
3
طالبانو د القاعدې د مشر د ترور د جاج لپاره یو پلاوی جوړ کړ
-
4
د هوایی حملو دوام، په افغانستان کې د امریکا نوی سیاست
-
5
په تایباد کې د ایرانی او طالب پوله ساتو تر مینځ نښته نه دی شوې
-
6
په غزې د صهیونسټ رژیم د وروستۍ حملې د شهیدانو شمېر زیات شو
-
7
طالبان هیاتی را برای بررسی ترور سرکرده القاعده تشکیل داد
-
8
له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د چین هوډ
-
9
تکړه ایرانی شاعر هوشنگ ابتهاج وفات شو
برگزیده ها
-
1
د کابل د صرافۍ په مرکز کې د مړه دې وی امریکا شعارونو انګازې
-
2
طالبانو د القاعدې د مشر د ترور د جاج لپاره یو پلاوی جوړ کړ
-
3
د هوایی حملو دوام، په افغانستان کې د امریکا نوی سیاست
-
4
په تایباد کې د ایرانی او طالب پوله ساتو تر مینځ نښته نه دی شوې
-
5
په غزې د صهیونسټ رژیم د وروستۍ حملې د شهیدانو شمېر زیات شو
-
6
له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د چین هوډ
-
7
تکړه ایرانی شاعر هوشنگ ابتهاج وفات شو
-
8
کرزی له ایران سره د افغانستان د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
-
9
د طالبانو جګ پوړې چارواکی: د امام حسین علیه السلام خوځښت زمونږ لپاره یو مشال او لارښوونکی دی