د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د الظواهری د ترور له لانجو وروسته عوامو ته راښکاره شو
نن دهلمند ولایت د یو شمیر شخصیتونو په ټول کې د سراج الدین حقانی د راښکاره کیدو فلمونه خپاره شول.
د امریکا له خوا د ظواهری له تروره وروسته له افغانستانه د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر د وتلو په اړه په ضد و نقیضو خبرونو پسې نن دهلمند ولایت د یو شمیر شخصیتونو په ټول کې د سراج الدین حقانی د راښکاره کیدو فلمونه خپاره شول.
وزیر کشور طالبان پس از حاشیههای ترور الظواهری، در انظار عمومی ظاهر شد
د فارس خبری اژانس له راپور سره سره په طالبانو پورې اړوندو رسنیو نن په لومړی ځل په کابل کې د القاعدې د مشر له تروره او د سراج الدین حقانی د تښتېدو له ادعا وروسته ، په هلمند کې د هغه فلمونه خپاره کړه.
په عین حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلې چې حقانی پرون هلمند ته تللی او د دغه ولایت له ځاییی مقاماتو او قومی مشرانو سره یې کتنه او خبرې اترې کړې دی.
له دې مخکې د افغانستان د ملی امنیت پخوانی سلاکار ادعا کړې وه چې په کابل کې د القاعدې د مشر په کور د امریکا له حملې وروسته حقانی په چټکه له یو پوځی کاروان سره له کابله وتلې او جنوب ته تللی دی.
رحمت الله نبیل د خپلو سرچنیو په حواله ویلې وو چې په ایمن الظواهری د امریکا د ډرون الوتکو دحملې په وخت سراج الدین حقانی په وزیر اکبر خان مېنه کې د پاکستانی طالبانو او د دغه هیواد عالمانو د پلاوی کوربه و.
د نبیل په ادعا له دغه حملې وروسته حقانی په چټکه پکتیا ته وتښتېده.
له دغه ادعا وروسته یو پاکستانی خبریال هم ادعا کړې وه چې سراج الدین حقانی په کابل د امریکا له حملې وروسته پاکستان ته ورغلی دی.
خو د سراج الدین حقانی د ورکېدو له دغه ادعاوو او اټکلونو وروسته نن د زمری په پینځلسمه د طالبانو رسنیو په هلمند کې دهغه د شتون فلمونه خپاره کړل.
باختر خبری اژانس وایی چې حقانی په هلمند کې له ځایی مشرانو سره کتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې دی چې یوې خبرې امریکایی سرچینې ویلې وو چې د القاعدې سرغنه د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر د یو لوړ پوړی سلاکار په کور کې په نښه شوی او د دغه حملې له پاره له هل فایر توغندی کار اخستل شوی دی.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهن په دې بیان سره چې تر اوسه د دغه حملې جزییات نه شته وویل چې کابل حکومت د واشنګټن د دعا ادعا په جاج لګیا دی.
ده زیاته کړه چې دغه جاج ښیی چې د طالبان مشرتابه په کابل کې د هغه له شتونه نه و خبر.
د طالبانو د ویندویی په وینا دولت او مشرتابه له هغه څه چې ادعا یې کیږی نه خبر و او نه هلته کومه نښه شته ده.
د طالبانو د موقت دولت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی د امریکا په تور لیسټ کې دی او امریکا دهغه په هکله د اطلاع لپاره لس میلیون ډالره انعام ایښی و.
د خبرپای/.
اخبار مرتبط
آخرین اخبار
-
1
وزیر نیروی ایران با هدف بررسی حقابه هیرمند وارد کابل شد
-
2
د کابل د صرافۍ په مرکز کې د مړه دې وی امریکا شعارونو انګازې
-
3
طالبانو د القاعدې د مشر د ترور د جاج لپاره یو پلاوی جوړ کړ
-
4
د هوایی حملو دوام، په افغانستان کې د امریکا نوی سیاست
-
5
په تایباد کې د ایرانی او طالب پوله ساتو تر مینځ نښته نه دی شوې
-
6
په غزې د صهیونسټ رژیم د وروستۍ حملې د شهیدانو شمېر زیات شو
-
7
طالبان هیاتی را برای بررسی ترور سرکرده القاعده تشکیل داد
-
8
له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د چین هوډ
-
9
تکړه ایرانی شاعر هوشنگ ابتهاج وفات شو
برگزیده ها
-
1
د کابل د صرافۍ په مرکز کې د مړه دې وی امریکا شعارونو انګازې
-
2
طالبانو د القاعدې د مشر د ترور د جاج لپاره یو پلاوی جوړ کړ
-
3
د هوایی حملو دوام، په افغانستان کې د امریکا نوی سیاست
-
4
په تایباد کې د ایرانی او طالب پوله ساتو تر مینځ نښته نه دی شوې
-
5
په غزې د صهیونسټ رژیم د وروستۍ حملې د شهیدانو شمېر زیات شو
-
6
له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د چین هوډ
-
7
تکړه ایرانی شاعر هوشنگ ابتهاج وفات شو
-
8
کرزی له ایران سره د افغانستان د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
-
9
د طالبانو جګ پوړې چارواکی: د امام حسین علیه السلام خوځښت زمونږ لپاره یو مشال او لارښوونکی دی