فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1ra6bi

امریکا د افغانستان پوځی الوتکې مبادله کوی

امریکا هڅه کوی په افغانستان کې د ترهه ګرۍ ضد عملیاتو کې د ازبکستان او تاجکستان د ملاتړ په بدل کې هغوی د افغانستان پنځوس پوځی الوتکې ورکړی

امریکا د افغانستان پوځی الوتکې مبادله کوی

 د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې پلټیکو خبری سایټ د دوو خبرو مقاماتو له قوله راپور ورکړ چې امریکا هڅه کوی په افغانستان کې د ترهه ګرۍ ضد عملیاتو کې د ازبکستان او تاجکستان د ملاتړ په بدل کې هغوی د افغانستان پنځوس پوځی الوتکې ورکړی.

دغه رسنۍ زیاتوی چې د هغو الوتکو برخلیک چې په افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته تاجکستان او ازبکستان ته لاړې د شکونو په شپول کې دی.

 خو په داسې حال کې چې د افغانستان واکمن پلاوی ټینګار لری دغه الوتکې د افغانستان د خلکو دی او باید ورستنې کړی شی د ازبکستان او تاجکستان مقاماتو دغه الوتکې د امریکا مالیت ګڼلی او افغانستان ته یې ستنولو ته تیار نه دی.

پلټیکو د خپل راپور په دوام کې د دفاع وزارت د یو مقام له خولې وایی چې واشنګټن په خاموشۍ سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له پوره وتلو وروسته  په سیمه کې د شتون د اړم په توګه په تاجکستان او ازبکستان کې د افغانستان د پوځی الوتکو  په استفادې پسې دی.

 دغه مقام زیاتوی چې د دغه الوتکو د الوت د جاج لپاره په پلانونې لګیا دی او هدف دا دی چې دغه الوتکې ازبکستان او تاجکستان  ته د امینتی اړیکو د ژورتیا او په افغانستان کې د ترهه ګرۍ ضد مقابلې د ملاتړ په بدل کې ورکړی شی.

دغه مقام وایی چې دا الوتکې په افغانستان پورې اړوند له ترهه ګرۍ سر ه د مبارزې د هڅو او سرحدی امنیت د پیاوړتیا په بدل کې د ازبکستان او تاجکستان دولتونو ته ورکول کیږی.

پلټیکو زیاتو:د بې پایلټه الوتکو یا عسکرو لپاره د اډې ورکول او د اطلاعاتو تبادله هغه موارد دی چې امریکا یې د مرکزی اسیا له هیوادونو په تیره بیا ازبکستان او تاجکستان سره  په موافقې پسې دی.

ازبکستان او تاجکستان چې له افغانستان سره پولې لری په افغانستان کې په عملیاتو د څار لپاره د امریکا د پوځی اډو د جوړولو لپاره  په یو مقام بدلیدی شی.

خو رسنۍ زیاتوی چې دم ګړۍ داسې ښکاری امریکا په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو له فعالیته د ازبکستان او تاجکستان د اطلاعاتو په لاسته راوړلو پسې ده.

 دا په داسې حال کې دی چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته واشنګټن  د هغه څه د څارلو لپاره چې د ترهه ګرو ډلو فعالیت یې نوموی « له لرې لارې څار» نوی سیاست غوره کړی  او په دا وروستیو کې د امریکا بې پایلټه الوتکې د القاعدې مشر ایمن الظواهری مشر په کابل کې په نښه کړې و.

 له بلې خوا د امریکا دفاع وزارت ویندویی راب لودویک په دې اړه وویل چې ازبکستان او تاجکستان ګروهنه لری دغه الوتکې له ځان سره وساتی.

هغه زیاته کړه چې امریکا دم ګړۍ په مرکزی اسیا کې د دایمی یا موقتی پوځی اډو د جوړولو هیڅ اراده نه لری.

دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو دفاع وزارت په ځلونو له تاجکستان او ازبکستانه د افغانستان د چورلکو د ستنولو غوښتنه کړې ده.

 د طالبانو دفاع وزارت ویندویی ویلې چې دا څلویښت چورلکې د ولس سرمایه ده او باید دغه هیوادونه یې ستنې کړی.

له دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر استازی «عصمت‌الله ایرگاش‌یف» ویلې وو چې ازبکستان د افغانستان د الوتکو او چورلکو د ستنولو لپاره هیڅ پروګرام نه لری، دغه ټیکنالوجی د امریکا ده او امریکا باید دغه مساله حل کړی.

 ده وویل خبره د دوه ویشتو الوتکو او څلورویشتو چورلکو کوم چې افغان عسکرو په تېر ستمبر کې قدرت ته د طالبانو له رسیدلو وروسته  ازبکستان ته راوستلې همداراز اتلس الوتکې تاجکستان ته متقلې کړی شوې.

ایرگاش‌یف  زیاته کړه ، د دغه الوتکو پیسې امریکا ورکړی. هغوی تیر دولت له مالی لحاظه تامیناوه  نو مونږ باوری یوو چې  په دې اړه فیصله کاملا د امریکا په لاس کې د. مونږ دغه ټیکنالوجی  له امریکا سره د موافقې په اساس ساتو اوپه دې اړه مو طالبانو ته اطلاع ورکړی ده.

د خبر پای/.

ایالات متحده آمریکا افغانستان هواپیما

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها