فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1ra6bl

د بلخ پوهنتون له بورډه د فارسۍ د نوم «دانشگاه» لرې کول

طالبانو په یو اقدام کې د پوهنتون د فارسۍ نوم په دې پلمه چې یوازې د پوهنتون ټکی په قانون کې راغلی دی د بلخ پوهنتون له مرکزی لوحې لرې کړ

د بلخ پوهنتون له بورډه د فارسۍ د نوم «دانشگاه» لرې کول

د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویندویی احمد تقی د بلخ پوهنتون د دروازې له بورډه د «دانشگاه» ټکی د لرې کولو په اړه د نیوکو په ځواب کې وویل چې په قانون کې یوازې د پښتو ټکی «پوهنتون» راغلی دی.

هغه پیه یو پیغام کې وویل چې یوازینۍ اصطلاح چې په لوړو زده کړو کې ذکر شوې « پوهنتون» ده او « دانشګاه» ټکی نیشته.

تقی زیاته کړه چې دغه قانون په تېر دولت کې هم موجود و.

 د طالبانو د لوړو زده کړو ویندویی وایی چې د دغه وزارت د قانون په اساس، د بلخو پوهنتون لوهه به له دې وروسته  «پوهنتون بلخ/ د بلخ پوهنتون» وی.

د طالبانو دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی او ډېر کسانو ویل چې دری او پښتو په یو ځای زمونږ رسمی ژبې دی او د افغانستان واکمن پلاوی باید د ورته اقداماتو مخه ونیسی.

د خبر پای/.

بلخ پوهنتون دانشګاه

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها