فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1u3rrh

د ابی هرمند د حقونو په اړه د طالبانو د ایران د نوی سفیر او د بهرنیو چارو وزیر مشوره

د هیرمند د اوبو د حق په سر د طالبانو د موقته حکوت د خارجه وزیر او په کابل کښې د ایران د نوی سفیر ترمینځ د نظر تبادله وشوه.

د ابی هرمند د حقونو په اړه د طالبانو د ایران د نوی سفیر او د بهرنیو چارو وزیر مشوره

د فارس خبری آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سیاسی نمایندګۍ مشر او د ولسمشر ځانګړی استازی کاظمی قمی د طالبانو له خارجه وزیر امین خان متقی سره ملاقات وکړ.

په کابل کښې د ایران نوی سفیر په دغې کتنې کښې د طالبانو له جګ پوړی چارواکی سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د هیرمند د اوبو د حق په هکله صلاح مشورې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم د هغو تخنیکی خنډونو په لرې کولو او اقداماتو باندې ټینګار وکړ چې د هیرمند د اوبو د ضایع کیدو مخه نیسی.

دا په داسې حال کښې دی چې کاظمی قمی تیره شنبه په افغانستان کښې خپله دنده په رسمی توګه پیل کړې ده.

د ویلو ده چې نن د ایران ولسمشر حجت الاسلام رئیسی او د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان، د افغانستان په چارو کښې د ولسمشر ځانګړی استازی کاظمی قمی ته دنده وسپارله چې په دغه هیواد باندې له واکمن حکومت سره د صلاح مشورو له لارې د هیرمند له سیمنده د ایران د اوبو حق او د سیستان و بلوچستان ولایت د خلکو د اړتیا وړ اوبو تامینول په جدیت سره تعقیب کړی.

/د خبر پاې/

افغانستان طالبان حقابه هیرمند

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها