فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1uta8b

افغانان د درملنې لپاره له هیواده بهر نیم میلیارډ ډالر لګوی

د طالبانو د روغتیا وزیر وویل چې افغانان هر کال میلیونونه ډالر له هیواد نه بهر په خپلې درملنې لګوی.

افغانان د درملنې لپاره له هیواده بهر نیم میلیارډ ډالر لګوی

د فارس خبری آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد وویل: د افغانستان خلک په کال کښې نیم میلیارډ ډالر له هیواده بهر د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره کاروی.

هغه په یوې خبری غونډې کښې وویل: کال کښې نیم میلیارډ ډالر له هیواده بهر د افغانستان د خلکو په درملنې لګی چې دا د هیواد لپاره ډیر دروند لګښت دی.

قلندر زیاته کړه: د ډاکټرانو د پوهې په زیاتیدو او په هیواد کښې دننه د درملیزو خدماتو په برابریدو سره، اوس په افغانستان کښې دننه د ډیرو ناروغانو درملنه ممکنه ده او بهر هیوادونو ته د تګ ضرورت نشته.

په دې وروستیو کښې په ټولنیزو شبکو کښې د روغتیا وزارت قلندر عباس یوه ویډیو خپره شوه چې هغه په کښې وایی چې دغه ډله غواړی د افغانستان د ښوونې په نظام کښې په تیره بیا د طب په برخه برخه کښې د پاکستان د تعلیمی نظام د قوانینو په بنیاد بدلون راولی.

هغه په دام کښې وویل: غوره ده پر ځاې د دې چې د افغانستان محصلین د زده کړې لپاره پاکستان ته لاړ شی، مختلفې طبی برخې افغانستان ته منتقلې شی.

قلندر عباد د روان لمریز کال په غویی میاشت کښې د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته تلی و. هغه په دغه سفر کښې د افغانستان لپاره د پاکستان د پخوانی استازی صادق خان په شمول د پاکستان له یوشمیر چارواکو او ه مداشان د شفا نړیوال روغتون له مسئولانو سره یې ملاقاتونه وکړل.

د خبر پاې/

وزارت بهدشت افغانستان علاج بیرون

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها