فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/1uu4oh

کابل ته د اماراتو عالمانو سفر

د عربی اماراتو د هیواد یو پلاوی کابل ته تللی او ټاکل شوې د طالبانو له لوړ رتبه مقاماتو سره خبرې اترې وکړی.

کابل ته د اماراتو  عالمانو سفر

د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې کابل ته د اماراتو د عالمانو د پلاوی  په رسیدلو سره ، د طالبانو خارجه وزارت ویلې چې د ګاوندیو هیوادونو په اړیکو کې د ښه والی لپاره هڅې روانې دی، او سرپرست حکومت تر اوسه توانېدلی  له مختلفو هیوادونو سره اړیکی برابر کړی.

د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال رحمت الحق فضیل په دې اړه ویلې، متحده عربی امارات او افغانستان ژور تاریخی، دینی او فرهنګی اړیکی لری او دا به نورې هم ښې شی او سیاسی پرمختګ به هم وشی.

 د متحده اماراتو د عالمانو د شورا مشر ویلې چې دغه پلاوی له سرپرست حکومت او د افغانستان له خلکو سره هر ډول ملګرتیا ته تیار دی.

دغه پلاوی د طالبانو له لوړ رتبه کسانو منجمله خارجه وزیر امیر خان متقی سره کتنه هم کړې ده.

متقی په دغه کتنه کې ویلې چې   افغانستان کې امن راغلی او په دغه هیواد کې د نشه ایزو مواد کر کم شوی او مونږ له ټولو هیوادونو سره انډوله سیاست غواړو.

 د طالبانو خارجه وزیر زیاته کړه: افغانستان  له معدونونو بډایه هیواد دی او په دې برخه کې د متحده اماراتو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه شته دی او مونږ او تاسو په سیاسی، اقتصادی او فرهنګی برخو کې ملګری او همکاره یو.

 د خبر پای/.

افغانستان طالبان هیات امارات

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها