فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/3cvfwi

طالبان له نړۍ او سیمې سره د اړیکو پراختیا غواړو

د طالبانو د لومړی وزارت سرپرست د دغه ډلې د تجارت له وزیر سره په کتنه کې وویل: له افغانستان سره د نړۍ اقتصادی اړیکی د ټولې نړۍ او سیمې لپاره ګټه ور دی.

طالبان له نړۍ او  سیمې سره د اړیکو پراختیا غواړو

د فارس خبری اژانس د راپور په اساس د طالبانو دلومړی وزارت سرپرست مولوی عبدالکبیر  د دغه ډلې د  تجارت او صنعت له وزیر سره کتنه وکړه.

په دغه کتنه کې عزیزی روسیې ته د خپل سفر د راپور په وړاندې کولو سره وویل:  په هیواد کې د بریښنا د تولید، د معادنو د استخراج، د تیلی اوخوراکی توکو د وارداتو او سیمه ایز ټرانزیټ او ګنډل کېدو په اړه یې مهمې غونډې کړی چې نتیجې به یې د افغانستان او سیمې په ګټه وی.

 د صنعت وزیر وویل چې دغه سفر د ګډونکوونکو له هرکلی او توجه سره مخ شو او په تعلیمی او تحصیلی برخو کې هم د سیمې هیوادونو د ملګرتیا په اړه بحث وکړ.

مولوی کبیر هم  په دغه کتنه کې وویل چې د سیمې او نړۍ سره د اسلامی امارت اقتصادی اړیکی د ټولو لورو په ګټه دی او  په دې برخه کې د تجارت او صنعت د وزارت هڅې د قدر وړ دی.

 هغه زیاته کړه چې د سیمې هیوادونه د تیلو او اساسی توکو له نظره د افغانستان لپاره ښه انتخاب دی او دې برخې ته به پام وشی.  ده له نړۍ او سیمې سره د اړیکو  او تجارت د پراختیا غوښتنه وکړه او په دې اړه یې د تجارت وزارت ته ځینې اوامر هم وکړل.

د خبر پای/.

افغانستان نور الدین عزیزی مولوی عبدالکبیر توسعه تجارت افغانستان

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها