طالبانو د ملګرو ملتو د مرستو د غږملتیا کمیټې د جوړولو وخبر ورکړ
طالبانو وویل چې له ملګرو ملتو سره د لازیاتې غږملتیا لپاره یې یوه کمیټه جوړه کړې او ټاکل شوې ده چې فه افغاسنتان سره انسانی مرستې منظمې شی.

د فارس خبری آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزات وویل چې د دغې ډلې د ادارو او په ملګرو ملتو پورې اړونده ارګانونو ترمنیځ د لازیاتې غږملتیا په موخه د غږملتیا یوه کمیټه جوړیږی.
د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د یو ټویټ په خپرولو سره ویلی دی چې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د ارګانونو او په دغې ډلې پورې د اړونده ادارو ترمینځ د غږملتیا غونډه پرون چهارشنبه په دغې وزارتخانې کښې ترسره شوه.
د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقی په دې غونډه کښې ویلی دی چې افغانستان د څلور لسیزو له جنګه متاثر شوی او څه موده کیږی چې نړیوالو مرستو ته اړتیا لری.
د هغه په باور، د دغو مرستو په برکت افغاسنتان په خپلو پښو اودریدې شی او د مرستو د یو ترلاسه کوونکی هیواد پر ځاې، په یو مرسته کونکی هیواد بدلیدې شی.
په عین حال کښې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د دفتر (یوناما) د دفتر مرستیال رامز الاکبروف هم ویلی دی: زمونږ او ستاسو هدف یو دی او هغه دا دی چې افغانستان آباد او پر ځان بسیا کړو.
هغه څرګنده کړې ده چې د مرستو ویش به داسې تنظیم شی چې د خلکو لپاره کاری فرصتونه رامینځته شی او اقتصاد روان شی.
د خبر پاې/
اخبار مرتبط
آخرین اخبار
-
1
پاکستان په رسمیت د طالبانو د پیژندلو مراحل اعلان کړل
-
2
گزارش جدید بانک جهانی درباره فقر در افغانستان
-
3
داعش په بدخشان کښې د طالبانو د والی د وژلو پړه ومنله
-
4
نیاز مهاجران پاکستان در افغانستان به کمک فوری
-
5
د پاکستان له زندانونو څخه ۲۵ نور افغانستانی ښاریز خوشې شول
-
6
آزادی 25 شهروند دیگر افغانستان از زندانهای پاکستان
-
7
طالبان: جامعه جهانی به جای فشار راه تعامل را در پیش بگیرد
-
8
یونیسف له طالبانو، په ښوونځیو کښې د نجونو د مسمومیت د څیړنې غوښتنه وکړه
-
9
پاکستان مراحل به رسمیتشناختن طالبان را اعلام کرد
برگزیده ها
-
1
پاکستان په رسمیت د طالبانو د پیژندلو مراحل اعلان کړل
-
2
داعش په بدخشان کښې د طالبانو د والی د وژلو پړه ومنله
-
3
د پاکستان له زندانونو څخه ۲۵ نور افغانستانی ښاریز خوشې شول
-
4
یونیسف له طالبانو، په ښوونځیو کښې د نجونو د مسمومیت د څیړنې غوښتنه وکړه
-
5
د امریکې خارجه وزارت له افغانستانه د وتنې محرمانه اسناد کانګرس ته ورکوی
-
6
روسیه: امریکا په افغانستان کښې له داعش او القاعدې ملاتړ کوی
-
7
فیض آباد ښار کښې چاودنه، د طالبانو د والی مرستیال وژل شوی دی
-
8
د افغانستان د ښوونې او روزنې جګ پوړو چارواکو د طالبانو له مشر سره کتلی دی
-
9
د افغانستان د ماشومانو په هکله د ملګرو ملتو نوی رپورټ