فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/3cwib0

په بل ابریشم کې اقتصادی مبادلات له سره پېل شول

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د ټرانسپورټ د ادارې مشر د سرحدی شخړو په وجه له بندېدو وروسته د میلک پولې د بیا پرانستل کېدو خبر ورکړ.

په بل ابریشم کې   اقتصادی مبادلات له سره پېل شول

 د فارس خبری اژانس د راپور له مخې ایوب وویل چې پرون په نیمروز کې له سرحدی شخړې وروسته نن د میلک یا پل ابریشم دروازه دوباره پرانستل شوې او اقتصادی راکړې ورکړې پکې له سره پېل شوې دی.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د ټرانسپورټ د ادارې مشر  وویل چې د پرونۍ نښتې له امله دغه پوله د هر ډول اقتصادی مبادلاتو په مخ بنده شوې ده.

هغه وویل د حالاتو له کراریدو وروسته  څو ساعته مخکې په دغه پوله کې اقتصادی مبادلات له سره پېل شوې دی.

د  هیرمند ولسوالۍ د میلک سرحدی بازارچه او دروازه د زاهدان په ۳۴۰ کلومیټرۍ او د  افغانستان د نیمروز ولایت په ګاونډ کې پرته ده.

په دغه  دروازه کې ۱۸۰ نړیوال شرکتونه او دوه د سپرلیو شرکتونه فعالیت کوی او کابو زر کسان په دغه پوله کې په کار لګیا دی.

زیاتره سامان چې له میلک پولې افغانستان ته ټرانزیټ کیږی د ګاډو پرزې، او صادراتی سامان لکه  لبنیاتی محصولات، میوې، سبزیانې ، تیلی محصولات، واوره او سیمټ دی.

دې ته په پام سره چې د افغانستان زرنج ښار د افغانستان د نورو ښارونو په پرتله زیات امنیت لری اکثره خارجی ډریوران  په دغه دروازه کې تګ راتګ ته ترجیح ورکوی.

د خبر پای/.

ارتش جمهوری اسلامی ایران افغانستان میلک دروازه اقتصادي مبادلات ایران و افغانستان نیمروز

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها