فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/3cwib1

طالبان: له ګاونډیانو سره جنګ نه غواړو

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان او ایران په سرحدی شخړه غبرګون وښود.

طالبان: له ګاونډیانو سره جنګ نه غواړو

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د طالبانو د کورنیو چارو  ویندویی د ایران او افغانستان په پوله کې د پرونۍ شخړې په اړه  وضاحتونه وکړل.

په داسې حال کې چې د ایران د پولیسو د مشر قایم مقام سردار قاسم رضایی مخکې ویلې وو چې  نښته د طالبانو له خوا پېل شوې، هغه ادعا وکړه چې په نیمروز ولایت کې  ایرانیو پوله ساتو په افغانستانی لوری ډزې وکړې چې له متقابلو ډزو سره مخامخ شول.

 د هغه په وینا په دغو ډزو کې د دواړو لورو یو شمېر کسان مړه او ژوبل شول.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویندویی وویل چې په دغه پېښه د دواړو لورو لخوا غور شوی او اوس حالات په کنټرول کې دی.

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې د ایران د پولیسو د مشر ځای ناستی سردار قاسم رضایی د ایران په پوله کې د طالب ځواکونو د ناسنجولی اقدام په اړه وویل:  نن سهار کابو لس بجې طالب ځواکونو د افغانستان له خاورې څخه  نړیوالو قوانینو او د ښه ګاونډیتوب اصولو ته له  پام پرته په  ډول ډول وسلو  د زابل ولایت  په سرحدی سیمه کې واقع ساسولی پوستې د ډول ډول وسلو ډزې وک ړې چې د ایران د تکړه او میړنو پوله ساتو له غوڅ غبرګونه سره مخامخ شول.

هغه جوته کړه: د طالبانو له لورې له ډزو وروسته، د سرحدی پروټوکولونو په اساس د لومړۍ درجې د پوله ساتی له خوا  یرغلګرو ځواکونو ته لازم تذکرات ورکړی شول خو متاسفانه  له څو ساعته مخکې څخه ډزې او نښتې روانې دی.

 د ایران د پولیسو د کوماندان ځای ناستی وویل:  د طالبانو له خوا د سرحدی نښتو په پېلیدو پسې د ایران د پولیسو لوی کوماندان سردار احمد رضا  پوله ساتو ته لازم پرېکنده اوامر وکړل او تاکید یې وکړه چې په میړانې سره د خپلو پولو دفاع وکړی او هیچا ته پولو ته د نزدې کېدو او تیری اجازه ورنه کړی.

د ویلو ده  په دغه امر کې ټینګار شوی چې د اسلامی ایران پوله ساتی ځواکونه هر ډول تیری او حملې ته قاطعانه ځواک ورکوی او د افغانستان اوسنی واکمنان باید د ناسنجولو او د نړیوالو اصولو د مخالف عمل په وړاندې ځواب ووایی.

د خبر پای/.

ایران افغانستان سرحدي شخړه طالبان له ایران سره جنګ

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها