طالبانو د اردوغان په کامیابۍ مبارکی وویله
د طالبانو لومړی وزیر په یو پېغام کې د ترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په کامیابۍ رجب طیب اردوغان ته مبارکی وویله.

د فارس خبری اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د طالبانو لومړی وزیر په یو پېغام کې اردوغان ته په بیا ځلی انتخابېدو مبارکی ورکړی دی.
د طالبانو ویندویی ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ولیکل:« افغانستان لومړی وزیر د ترکیې د ولسمشر په توګه د ښاغلی رجب طیب اردوغان د کامیابۍ په مناسبت د تبریکۍ په پېغام کې هغه ته مبارکی ورکړې او له خدایه یې غوښتی چې په دغه کامیابۍ سره ترکیې ته چې د سیمې یو مهم هیواد دی قوت،ثبات او د دین د لا ډېر خدمت توفیق ورکړی»
د ترکیې ولس پرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاؤ کې په اوڅاره ستر ګډون سره رجب طیب اردوغان ته په کابو ۵۷ اعشاره شپیتو فیصدو په رایو ورکولو سره هغه یو ځل بیا دشل کلن واک په ساتلو کې بریالی کړ او نړۍ ته ئې وښودله چې دجمهوریت قدردان دی.
اردوغان له خپلې کامیابۍ وروسته وروسته په استانبول کې خپلوپلویانو ته وینا وکړه هغه وویل چې مونږ د استانبول عاشقان یو او خپله لاره له دغه ښاره پېل او ورته دوام ورکوو»
ده زیاته کړه مونږ د ترکیې له شریف ولسه چې د دوو اخترونو په مینځ کې یې مونږ ته د ولسواکۍ جشن ډالۍ کړ مننه کوو.
اردوغان وویل: له خپل ولسه چې یو ځل بیا یې ماته فرصت راکړ چې دغه مسوولیت د پینځو کلونو لپاره په غاړه واخم قدرونه او مننه کوم.
د هغه له کامیابۍ وروسته د نړۍ ډېر مشرانو هغه ته مبارکی ویلې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رجب طیب اردوغان په بیرته بریالیتوب هغه ته دمبارکۍ په ئیلو سره دا پر هغه د ترکیې د ملت د ارزښتمند اعتماد دد وام اوڅاره نښه وبلله.
ابراهیم ریئیسی د ترکیې اوسنی ولسمشر ته په انتخاباتو کې په بیا بریالیتوب د مبارکۍ د پیغام په لیږلو سره ډاډ څرګند کړ، چې په راتلونکی پړاؤ کې به د ایران او ترکیې د دوو ملتونو ګډې ګټې ،متقابل احترام ، ښه ګانډیتوب ، دینی،کلتوری او تاریخی پیوندونو پر پیاوړتیا د اسلامی ایران او ترکیې دوستانه اړیکې، دسیمې او اسلامی نړۍ دبدلونونو په وړاندې ددواړو هیوادونو د لانزدې ملګرتیاؤ پیاوړتیا او د سیمې د پراختیا او د ثبات او سولې د پیاوړی کولو لپاره لامناسبت شرائط برابر کړی.
د خبر پای/.
اخبار مرتبط
آخرین اخبار
-
1
بازگشت فارغ التحصیلان نظامی افغانستان از هند
-
2
راهاندازی موج افام رادیو دری در مناطق مرزی ایران و افغانستان
-
3
ایران د افغانستان د مخالفانو لپاره امن ځای نه دی
-
4
له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په هکله د امریکې او طالبانو د استازو خبرې اترې
-
5
«تاپ» د ترکمنستان او افغانستان د چاروکو د ملاقات چورلیز
-
6
افغانستان کښې د غنمو تولید ۱۳ فیصده زیات شوی دی
-
7
ورود هزار گردشگر خارجی در سال گذشته از بندر شیرخان به افغانستان
-
8
ایران مکانی امن برای مخالفان افغانستان نیست
-
9
«تاپ» محور دیدار مقامات ترکمنستان و افغانستان
برگزیده ها
-
1
ایران د افغانستان د مخالفانو لپاره امن ځای نه دی
-
2
له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په هکله د امریکې او طالبانو د استازو خبرې اترې
-
3
«تاپ» د ترکمنستان او افغانستان د چاروکو د ملاقات چورلیز
-
4
افغانستان کښې د غنمو تولید ۱۳ فیصده زیات شوی دی
-
5
افغانستان کښې د نوزیږو ماشومانو او میاندو د مړینې د لوړ شمیر په هکله د ملګرو ملتو رپورټ
-
6
ازبکستان: په دې وخت کښې د افغانستان یوازې پریښودل ستره تیروتنه ده
-
7
پاکستان کښې افغانستانی کډوالو ته د ویزو صادریدل پیل شول
-
8
ګوترش: د افغانستان ۷۰ فیصده خلک انسانی مرستو ته اړتیا لری
-
9
په پاکستان کې تر اوو سوو زیات افغان مهاجر ونیول شول