فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/3cwy38

قاری یوسف احمدی د افغانستان د رسنیو د مرکز مشر شو

د طالبانو مشر په یو حکم کښې قاری یوسف احمدی د افغانستان د رسنیو د مرکز د نوی مشر په توګه وټاکه.

قاری یوسف احمدی د افغانستان د رسنیو د مرکز مشر شو

د فارس خبری آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې، د طالبانو یو ویاند قاری یوسف احمدی د ملا هبت الله اخوندزاده د حکم له مخې، د طالبانو د رسندوی مرکز د مشر په توګه خپل کار پیل کړ.

احمدی نن(سه شنبه) د طالبانو د ځینو مسئولانو له خوا د دغې ډلې د رسندوی مرکز کارمندانو ته معرفی شو.

د طالبانو د رییس الوزرا د عامه او سټراټیجکو اړیکو مرستیال مولوی احمد الله متقی د قاری یوسف احمدی د معرفۍ په وخت هغه په وروستیو دوو لسیزو کښې د دغې ډلې یو فعال کلتوری او اطلاعاتی غړی وباله.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداری مرستیال سعدالدین سعید هم هیله څرګنده کړه چې د احمدی د کار په پیلولو سره، له دغې ډلې سره د افغانستان په رسندوی ټولنه کښې پیوستون و غږملتیا پیاوړې کیږی.

احمدی په دې وروستیو کښې په قندهار کښې د دغې ډلې د اطلاعاتو او کلتور د مشر په توګه د طالبانو د رسندوی مرکز د تیر مشر انعام الله سمنګانی له ټاکل کیدو وروسته، د طالبانو د رسندوی مرکز د سرپرست په توګه ګمار شوی دی.

د خبرپاې/

افغانستان قاری یوسف احمدی طالبان

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها