فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/3cynhx

داعش په بدخشان کښې د طالبانو د والی د وژلو پړه ومنله

داعش ترهګرې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په بدخشان کښې د هغې چاودنې پړه ومنله چې له امله یې په دغه ولایت کښې د طالبانو والی وژل شوی دی.

داعش په بدخشان کښې د طالبانو د والی د وژلو پړه ومنله

د فارس خبری خبری آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې، د رپورټونو مطابق، داعش ډلې په بدخشان ولایت کښې د طالبانو د والی مولوی نثار احمد په ګاډی باندې د چاودنې مسئولیت په غاړه واخیسته.

پرون د غبرګولی په شپاړسمه نیټه پّ بدخشان ولایت کښې ځایی سرچینو د دغه ولایت په مرکز کښې د چاودنې خبر ورکړی و او ویلی یې وو چې دغه چاودنه په فیض آباد ښار کښې د بدخشان ولایت د څارنوالۍ مخې ته شوې ده.

له دغې حملې وروسته په بدخشان کښې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر معزالدین احمدی په دې هکله وویل: د فیض آباد په نوی ښار کښې یوه چاودنه رامینځته شوې ده او په بدخشان کښې د طالبانو د والی مرستیال او د ولایت مقام سرپرست نثار احمد احمدی په کښې د یو بل کس سره یوځاې مړ شوی دی.

د خبر پاې/

بدخشان انفجار داعش طالبان

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها