فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/3cyv25

د داعش د خراسان مشر د طالبانو په عملیاتو کښې ووژل شو

د افغانستان ځینو رسنیو ادعا کړې ده چې د داعش ترهګرې ډلې مشر «شهاب المهاجر» د افغانستان په کنړ ولایت کښې وژل شوی دی.

د داعش د خراسان مشر د طالبانو په عملیاتو کښې ووژل شو

د افغانستان لپاره د فارس خبری آژانس خبریال د دغه هیواد د رسنیو د ادعا له مخې ویلی چې په شهاب المهاجر مشهور «ثناءالله غفاری» چې د خراسان د داعش ترهګرې ډلې مشر و، تیره شپه په کنړ ولایت کښې « د ښکار عملیات» په عنوان سره د طالبانو د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې وژل شوی دی.

شهاب المهاجر د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کښې د داعش د مرکزی برخې له خوا د دغې ډلې د خراسان څانګې د مشر په توګه ټاکل شوی و.

د امریکې د خارجه وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د دفتر د رپورټونو له مخې، د داعش ډلې دغه مشر چې د کابل د پولی ټکنیک پوهنتون فارغ التحصیل دی، د افغانستان په تیر حکومت کښې د افغانستان د ولسمشر د وړومبی مرستیال امر الله صالح د ځانګړی ګارډ غړی هم و.

د امریکې حکومت شهاب المهاجر له داعش څخه د مالی ملاتړ لپاره د پیسو په راغونډولو تورن کړی او د هغه د نیولو لپاره یې ۱۰ میلیون ډالر انعام ټاکلی و.

تیره میاشت هم د شهاب المهاجر مرستیال «انجنیر عمر»  په کابل ښار کښې په ځانګړو عملیاتو کښې هلاک شوی و.

د ویلو ده چې د طالبانو د حکومت رسمی سرچینو تراوسه دا خبر نه دی تایید کړی.

د خبر پاې/

افغانستان داعش طالبان وژل ننګرهار

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها