فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/3etb6u

په پاکستان کې تر اوو سوو زیات افغان مهاجر ونیول شول

د افغانستان د غیر قانونی مهاجرو د ویستلو لپاره د پاکستان د نوی سیاست له اعلان سره په یو وخت په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وویل چې په تېرو دوو اونیو کې تر اوو سوو زیات افغان مهاجر د پاکستان په دریو ښارونو کې نیول شوی چې په دوی کې هغه کسان هم وو چې قانونی مدارک یې لرل.

په پاکستان کې تر اوو سوو زیات افغان مهاجر ونیول شول

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په نوې څپه کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وویل چې په تېرو دوو اونیو کې تر اوو سوو زیات افغان مهاجر د  پاکستان په دریو ښارونو کې نیول شوی چې په دوی کې هغه کسان هم وو چې قانونی مدارک یې لرل.

 هغه زیاته کړه: یوازې پرون په اسلام اباد کې دوه سوه مهاجر نیول شوی چې ۱۲۱ یې د ملګرو ملتو د کډوالۍ کارټونه لرل او ۳۴ نورو ویزې لرلې چې د سفارت او د مهاجرو استازو په هڅه د اسنادو لرونکی کسان خوشی شول.

 د پاکستان لومړی وزیر په دا وروستیو کې وویل چې د هغو افغانانو چې په غیر قانونی توګه دغه هیواد ته ورځی د مخنیوی لپاره یې نوی سیاست غوره کړی دی.

هغه زیاته کړه: غیر قانونی مهاجر په پاکستان کې ځای نه لری او هغوی به وباسو ځکه چې زمونږ په هیواد کې د پاتېدو حق نه لری که څوک غواړی پاکستان ته راشی باید قانونی پروسه ووهی او په ویزې او قانونی اسنادو سره دغه هیواد ته راشی.

د خبر پای/.

افغانستان پاکستان په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول مهاجرین افغان

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها