فارسی افغانستان العربیة English Türkçe
http://fna.ir/3etqa2

افغانستان کښې د غنمو تولید ۱۳ فیصده زیات شوی دی

د افغانستان د احصائیو او اطلاعاتو ملی ادارې په دغه هیواد کښې د ۳.۴ میلیون ټنه غنمو د تولید خبر ورکړ.

افغانستان کښې د غنمو تولید ۱۳ فیصده زیات شوی دی

د فارس خبری آژانس د افغانستان د برخې د خبر له مخې، دافغانستان د احصائیو او اطلاعاتو د ملی ادارې ویاند وویل چې سږ کال د غنمو د تولید اندازه د تیر کال په پرتله کابو ۱۳ فیصده زیاته شوې ده.

په عین حال کښې په افغانستان کښې کرهڼې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په افغانستان کښې د غنمو د تولید د زیاتیدو علت، د اصلاح شویو تخمونو ویش او د هغو ځمکو په شمول چې مخکښې پرې کوکنار کرل کیدل، په حکومتی او د خلکو په شخصی ځمکو باندې  د غنمو پراخ کر وباله.

د ملی احصائیو د ادارې ویاند «محمد حلیم رافع»وویل: په هېواد کې دوه میلیون او دوه سوه هکټاره غنم کرل شوی، چې له دې جملې څخه ٣٤ میلیونه هکټاره یې د اوبه خور پټی او پاتې نوره یې للمی ځمکې دی. زموږ شمېرې ښیی چې سږ کال په افغانستان کې ۳.۴ میلیونه ټنه غنم تولید شوی چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېروالی ښیی.

که څه هم د افغانستان په جنوب کې یو شمېر کروندګر په دغو ولایتونو کې د غنمو د کښت کچه ​​د پام وړ بولی، خو د دې محصول د عایداتو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوی.

خو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایی، چې په افغانستان کې د غنمو د حاصلاتو د ډېرېدو لامل د اصلاح شویو تخمونو وېش او د خلکو په دولتی او شخصی ځمکو کې د غنمو د کښت پراخېدل دی، چې په هغو کې مخکښې کوکنار کرل شوی وو.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایی:«افغانستان تل د غنمو په برخه کې د غنمو واردولو ته اړتیا لرلې او لایې  هم  لری.  د کرنې وزارت هڅه کوی، چې په هېواد کې د غنمو د تولید ساحې او د غنمو د تولید کچه لوړه کړی، څو افغانستان په دې برخه کې پر ځان بسیا شی.

د احصایو او معلوماتو ملی ادارې راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ۷۱ سلنه کرنیزو ځمکو غنم کرل شوی، چې له دې جملې څخه هلمند او کندز ولایتونه تر ټولو زیات، پنجشیر، سمنګان او نورستان ولایتونه د غنمو کم تولید لری.

له بلې خوا په ۲۰۲۳ کال کې تخار او فاریاب ولایتونه د غنمو تر ټولو لوړ تولید لری او ننګرهار او بامیان ولایتونه د غنمو تر ټولو کم تولید لری.

د خبر پاې/ ر

افغانستان گندم سایت افغانستان خبرگزاری فارس

اخبار مرتبط

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد
Captcha
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.

آخرین اخبار

برگزیده ها